د أفغانستان د  ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان–پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا په اړه د کارپوهانو غونډه ترسره کړه

19 قوس 1404

1000108432.jpg

 

د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ (AISRS) د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۴مه نېټه په کابل کې په خپل مرکزي دفتر کې یوه  علمي او څیړنیزه  غونډه جوړه کړه، چې پکې کارپوهانو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د زیاتیدونکو کړکېچونو ترڅنګ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، بشري لاسرسي او په ټوله کې د سیمې د ثبات پر اغېزو بحث وکړ.

د "چټم هاوس"  د قاعدې له مخې جوړه شوې دغې ناسته کې د افغان پوهانو، د یوناما چارواکو، د پالیسي جوړونې متخصصینو، د سوداګري د چارو مشرانو او د افغان مهاجرینو  استازو ګډون درلود. هغه ګډونوال چې په افغانستان کې مېشت وو،  په غونډه کې په حضوري شکل حاضر شول او بهرني کارپوهان په انلاین بڼه له غونډې سره یوځای شول.

بحثونه پر دې متمرکز وو چې تازه سیاسي او امنیتي بدلونونه د سرحدي تګ راتګ، د تجارتي اموالو د لېږد رالېږد، او په ټوله کې روان وضعیت د سیمې په اړیکو او ثبات څه اغېز لري. ویناوالو همدارنګه د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د  روانو  محدودیتونو له امله د بشري چارو پر ستونزو او د سیمه‌ییزو کړکیچونو د کمولو لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

AISRS  مشرتابه په دې غونډه کې څرګنده کړه چې ددې ناستې موخه یوناما او نورو نړیوالو شریکانو ته دا مهال د روانو سیمه‌ییزو بدلونونو په شرایطو کې د بېلابېلو افغاني لیدلورو وړاندې کول او له دوی سره شریکول وو. انسټیټیوټ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په ملي او سیمه‌ییزو موضوعاتو کې د هر اړخیزو او بې‌طرفه بحثونو لپاره د یوه خوندي او خپلواک سټېج د برابرولو لپاره خپلو هڅو ته ژمن دی.

په راتلونکې کې، AISRS پلان لري چې په داسې حال کې چې افغانستان له پېچلي سیمه‌ییز چاپېریال سره مخ دی، دې ډول غونډو ته ادامه ورکړي، ترڅو ژور تحلیل، رغوونکی بحث او اغېزمن مشارکت ته زمینه برابره کړل شي