له وارداتي بریښنا تر ملي تولیده؛ افغانستان د نوي انرژۍ انقلاب پر درشل کې

13 اسد 1404

1000092225.jpg

 

په افغانستان کې، له بده مرغه  د برېښنا دوامدار کمښت یوه جدي او حیاتي ستونزه ده، چې هم پر ورځني ژوند منفي اغېز کوي او هم د هېواد د صنعتي سکتور د پراختیا لپاره لوی خنډ ګڼل کېږي. دا وضعیت نه یوازې د عامو وګړو د هوساینې مخه نیسي، بلکې د تولیدي فابریکو، کوچنيو صنایعو او پانګوالو لپاره هم د نهیلۍ سبب ګرځي او اقتصادي وده محدودوي.

افغانستان له کلونو راهیسې له داسې حالت سره مخ دی. شاوخوا ۷۰ سلنه بریښنا له ګاونډیو هېوادونو واردېږي، دا دروند وارداتي انحصار، نه یوازې د اقتصاد، بلکې د ملي حاکمیت لپاره یوه ستره خلاء ده.

خو اوس، داسې ښکاري چې افغانستان د یو بنسټیز بدلون درشل ته رسېدلی. د اسلامي امارت له لوري د میرویس عزیزي  له خصوصي شرکت سره د لسو میلیاردو ډالرو د انرژۍ تړون لاسلیک کول نه یوازې یو تخنیکي یا اقتصادي پرمختګ دی، بلکې دا د یو سیاسي پیغام حیثیت لري. هغه داچې:  افغان حکومت د انرژۍ برخې ته اولویت قایل شوی او باور لری چې  دا ملت نور د وابسته انرژۍ وس نه لري او باید په کور دننه د بریښنا د تولید برخه کې د پام وړ توجه او پانګونه صورت ونیسي. د انرژۍ مسأله د عامو افغانانو د ژوند د ټولو برخو مسأله ده.

  د بریښنا دوامداره موجودیت یوازې د فابریکو چلوونکو او صنعتکارانو لپاره مهمه  او ضروري نه ده،  بلکه ورځې اړتیا ده. که ښوونځی برېښنا ونه لري، زده‌کوونکي له ټیکنالوژۍ محرومېږي. که روغتون برېښنا ونه لري، عملیات ځنډېږي او ژوند له خطر سره مخ وي. که کروندګر بریښنا ونه لري، فصلونه وچېږي او فقر لا ژورېږي.

د بریښنا موجودیت هغه بنسټیز فکتور دی چې اقتصادي وده، ټولنیز ثبات، او حتی سیاسي امنیت ورباندې ولاړ دی.

د دوامدارې بریښنا موجودیت د امنیت په راوستو کې هم ډیر مهم رول درلودای شي.

په دا شان بنسټیزو پروژو کې ډیرو افغانانو ته د کار زمینه برابریږي. یواځې په همدې پروژه کې د ښاغلی میرویس عزیزي په وینا د سل زرو شاوخوا افغانانو ته د کار زمینه برابریږي چې دا پخپله له ثبات،  امنیت او اقتصادی رشد سره مرسته کوي.

افغانستان د معادنو او طبیعي زیرمو په برخه کې خورا لوی ظرفیت او امکانات لري، که چیرې انرژی موجوده وي، دا خوب په حقیقت تبدیلیداي شي چې افغانستان د خپلو پراخو معادنو او طبیعي زیرمو نه ښه استفاده وکړای شي.

افغانستان که غواړي چې له فقره ووځي، بې‌کاری راکمه کړي، ښاري مهاجرت مهار کړي او د تولید ملي ظرفیت لوړ کړي، باید  د انرژۍ ستونزه حل کړي.  

په تېرو وختونو کې، د زیربناوو پلانونه اکثراً د کاغذ پر مخ پاتې شوي، خو دا ځل وضعیت یو څه مختلف ښکاري. د اسلامي امارت اقتصادي معاونیت له لوري د بریښنا سکتور ته توجه او په دې برخه کې د سرمایه ګذارۍ جلبول په دې دلالت کوي چې اسلامی امارت د اساسي زیربناوو غښتلي کیدو ته کلکه ژمنتیا لري.

د افغان پانګه وال او تاجر، میرویس عزیزي لخوا د بریښنا د تولید په برخه کې د لس ملیارده ډالرو سرمایه ګذاري یو لوی او مثبت خبر دی.  په کور دننه د بریښنا د تولید پروژه افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري،  دا پروژه یوازې د وارداتو د راکمولو لپاره نه ده. دا یو ملي امنیتي ضرورت دی. کله چې یوه وچه دښته کې د ایران، ازبکستان یا تاجکستان د یوې برېښنايي ستونزې له امله ټول افغانستان تیاره شي، دا نه یوازې یو تکنالوژیکي ناتواني ده، بلکې د ټول دولت مشروعیت ته ضربه ده.

په نړۍ کې د قدرت مفهوم بدل شوی. که پخوا ځواک د پوځونو په شمېر سنجول کېده، نن دا د انرژۍ د تولید، ذخیره او صادرولو وړتیا پورې تړل شوی. چین، روسیه، سعودي عربستان، او حتی ایران، د خپلو انرژۍ منابعو له لارې نړیوال سیاست باندې اغېز لري.

افغانستان، که څه هم د تېلو یا ګازو له پراخو منابعو برخمن  نه دی، خو د لمریز، بادي او آبي انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري. دا هغه فرصت دی چې باید د ملت د پیاوړتیا لپاره وکارول شي، نه د غفلت لپاره.

یو بل مهم اړخ د چاپېریال مسأله ده. له ډیزل او سکرو څخه تولیدېدونکی برق نه یوازې ګران تمامېږي، بلکې چاپېریال ته سخت زیان رسوي. د هوا ککړتیا، د خلکو روغتیايي ستونزې، او د اقلیمي بدلون خطرونه هغه ستونزې دي چې له دې ډول انرژیو سره مل دي.

لمر، باد او اوبه د انرژۍ یوازې ارزانه او دوامداره سرچینې نه دي، بلکې د افغانانو له چاپېریال سره هم سازګارې دي. د لمریزې انرژۍ په برخه کې د غور، کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونه د نړۍ د انرژۍ نقشه کې ځانګړی ځای لري. که دا پوتنسیال فعال شي، افغانستان کولای شي نه یوازې پر ځان بسیا شي، بلکې انرژي صادره هم کړي.

د دې پروژې یوه بله مهمه ځانګړنه دا ده چې له خصوصي سکتور سره په ګډه عملي کېږي. دا نه یوازې د تمویل ستونزې کموي، بلکې د دولتي اداري بوج راکموي، نوښت ته لاره برابروي، او د رقابتي بازار اساس ږدي.

خصوصي سکتور باید د سیالۍ له لارې، د خدمت کیفیت لوړ کړي، د نوښت فضا رامنځته کړي، او د محلي شرکتونو د ودې سبب شي. دولت باید  د لارښود، تنظیموونکي، او څارونکي په توګه رول ولوبوي، نه د هر څه کنټرول کوونکي په توګه.

متاسفانه په تیرو شلو کلونو کې د بریښنا په اساسي تاسیساتو باندې هغسې تمرکز ونشو لکه چې پکار و. بریښنا نه یوازې د ورځني ژوند د سهولت لپاره ضروري ده، بلکې د صنعت، فابریکو، روغتیا او تعلیم لپاره هم اساسي اړتیا ده.

په ځانګړي ډول په افغانستان کې، چې جغرافیه یې له کلیو او بانډو جوړه ده، د ملي شبکو پراخول ډېر وخت، لګښت او تخنیکي امکانات غواړي. له همدې امله باید د بدیلو حللارو لکه د غیر متمرکزه بریښنایي شبکو د جوړیدو برخې ته توجه وشي.

د لمریزې بریښنا د تولید توربینونه فعالول، یا د اوبو کوچني بندونه جوړول کولی شي هغو سیمو ته هم انرژي ورسوي چې هلته د ملي شبکې رسېدل ناممکن یا ډېر ګران تمامېږي.

د افغانستان د تېرو تجربو له مخې، ناکامۍ اکثر وخت د دریو فکتورونو له امله پېښېږي: فساد، ناسم مدیریت، او د ظرفیت نشتوالی. که دا پروژه هم په دغو درزونو کې ولوېږي، نو نه یوازې به یو ستر فرصت له منځه لاړ شي، بلکې د خلکو اعتماد هم بایلل کېږي.

 د پروژې د شفافیت په خاطر بهتره به وي چې ددې پروژې  د هرې مرحلې راپورونه خپاره شي، قراردادونه عامه وي، او د پروژو نظارت جدي ونیول شي.

که یو شرکت  یا اداره خپلې ژمنې نه پوره کوي، باید سمدلاسه غور ورباندې وشي او شته ستونزې حل او فصل شي ترڅو دا مهمه پروژه عملي جنبه پیدا کړي.

 همدارنګه د تخنیکي روزنې برخې ته باید توجه وشي. 

د تخنیکي ظرفیتونو د  لوړولو لپاره د مسلکي ښوونیزو مرکزونو او برنامو جوړول  هم ضروري دي. ترڅو په دې برخه کې افغانستان د تخنیکي او مسلکي بشري ځواک خاوند شي.

ددې پروژې عملي کیدل به د ولس ذهنیت بدل کړي. خلک به د «هیله‌مندۍ» له حالت څخه د «باور» حالت ته را واړوي. دا پروژه یوازې بریښنا نه راوړي؛ دا د یوه ملت راتلونکی روښانه کوي.

په داسې حال کې چې نړۍ د انرژۍ د نوي انقلاب له پړاو سره مخ ده، افغانستان هم دا فرصت لري چې له تاریخي محرومیت نه، یو زرغون، باثباته او ځواکمن اقتصادي بنسټ جوړ کړي.

د افغانستان دولت د دا شان حیاتي پروژو په تشویق او تطبیق سره د هیواد د اقتصادي پراختیا په برخه کې مهم ګام پورته کړی. 

مهمه خبره داده چې په دا شان اساسي او بنسټیزو پروژو تمرکز صورت ونیسي چې دا شان پروژې د پرمختګ او انکشاف اساسي بنیاد جوړوي. 

خو دا کار نه یوازې د پانګې، بلکې د رښتینې ارادې، شفاف مدیریت، او ولسي باور غوښتنه لري. دا د وخت غوښتنه ده چې افغانستان نور د وابسته بریښنا وس نه لري او باید د په کور دننه بریښنا د تولید برخې ته جدي او دوامداره توجه وکړل شي.