
لیکوالان: د څیړنې پالیسي او تحلیل څانګه
د تحلیل اړوند
په تېرو دوو میا شتو کې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ روانې شخړې نه یوازې د سیمې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ژور اغېز کړی، بلکې د موجود نړیوال نظم پر بنسټونو یې هم جدي پوښتنې راولاړې کړې دي. دا جګړه، چې د ستراتیژیکو رقابتونو، د انرژۍ د سیاست - امنیت او د قدرتونو د نفوذ له سیالۍ سره تړلې ده، د نړیوالو اړیکو په معاصر بهیر کې د یو مهم بدلون نښه ګڼل کېږي. د نظر خاوندانو او عامه افکارو ترمنځ دا بحث په پراخه توګه مطرح دی، چې له دې جګړې وروسته به نړیوال نظم کوم لور ته حرکت وکړي؟ ایا اوسنی نظم، چې تر ډېره د متحده ایالاتو تر رهبرۍ لاندې رامنځته شوی، خپل پخوانی ثبات وساتي، که به د څو قطبي نظم پر لور لا ډېر بدلون ومومي؟. د ستراتیژیکو او سیمهییزو مطالعاتو انسټیتوټ د دې اونۍ څېړنیز تحلیل همدې اساسي پوښتنو ته ځانګړی شوی، ترڅو له جګړې وروسته د نړیوال نظم لپاره احتمالي سناریوګانې، د نړیوال نظم پر جوړښت یې اغېزې او د سترو قدرتونو راتلونکی تعاملات په علمي او تحلیلي چوکاټ کې وڅېړي.
۱. سریزه
نړیوال نظم هغه سیاسي، اقتصادي او امنیتي جوړښت دی چې د دولتونو ترمنځ اړیکې، قواعد او د ځواک توازن تنظیموي. دا نظم تر ډېره د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د سړې جګړې له پایته رسېدو سره سم د متحده ایالاتو تر رهبرۍ لاندې تعریف شو. دغه لیبرال نړیوال نظم د لیبرال ارزښتونو، څو اړخیزو بنسټونو (ملګرو ملتونو...)، نړیوالو قوانینو او اقتصادي ازادیو پر بنسټ ولاړ و.1 دې نظام د څو لسیزو لپاره په نړۍ کې نسبي ثبات، اقتصادي وده او نړیواله همکاري تضمین کړه، خو په وروستیو کلونو کې له ژورو بدلونونو سره مخ شوی. د نړیوال سیاست په ډګر کې د ځواک تدریجي بدلون، د نوو قدرتونو راڅرګندېدل او د پخوانیو قدرتونو نسبي کمزورتیا دا لیدلوری رامنځته کړی چې نړیوال سیستم له یو قطبي حالت څخه د څو قطبي او رقابتي نظم پر لور حرکت کوي. په دې بهیر کې د واشنګټن، مسکو او بیجینګ ترمنځ ستراتیژیک رقابت د نړیوال نظم بڼه بدله کړې ده. دا رقابت یوازې نظامي نه دی، بلکې اقتصادي، ټکنالوژیک، انرژيکي او ایډیالوژیک اړخونه هم لري.
له بلې خوا، منځني قدرتونه یا سیمهییز ځواکونه هڅه کوي د توازني سیاست له لارې خپلې ملي ګټې وساتي. دا هېوادونه نه غواړي په بشپړ ډول د یو لوی واحد قدرت تر نفوذ لاندې پاتې شي، بلکې د څو اړخیزو اړیکو له لارې خپل سیاسي او ستراتیژیک استقلال خوندي کوي. دې وضعیت په نړیوال سیاست کې د انعطاف، سیالۍ او بېثباتۍ کچه لوړه کړې ده. سربېره پر دې، سیمهییزې شخړې او جګړې د نړیوال نظم د بدلون له مهمو محرکاتو څخه ګرځېدلي دي. د سیمهییزو شخړو په دې چوکاټ کې د تهران او واشنګټن روان کړکېچ یوازې یو محدود امنیتي تقابل نه شي ګڼل کېدای، بلکې دا د نړیوال ځواک د توازن، د نړیوالو قواعدو د اعتبار او د ستراتیژیکو ائتلافونو د راتلونکي لپاره یو مهم ازمایښتي ډګر دی.
۲. د ایران کړکېچ او د نړیوال نظم د ازمایښت ډګر
دې کړکېچ وښودله چې سیمهییز بحرانونه څنګه ژر نړیوال ابعاد خپلوي او د سترو قدرتونو ترمنځ د مستقیم یا غیر مستقیم ټکر زمینه برابروي. په همدې تحلیل کې اساسي پوښتنه دا ده، چې آیا واشنګټن لا هم د نړیوال نظم د هژمون په توګه خپل موقف ساتلی، که نړیوال سیستم د څو قطبي رقابت پر لور روان دی؟. د دې پوښتنې د وضاحت لپاره اړینه ده چې د امریکا د بهرني سیاست وروستي بدلونونه مطالعه شي. د( America First) تګلاره که څه هم په ظاهره د داخلي تمرکز، اقتصادي مليپالنې او د بهرنیو ژمنو د محدودولو سیاست دی، خو په عملي ډګر کې د انزوا غوښتنې معنا نه لري. برعکس، د متحده ایالاتو وروستي اقدامات ښيي چې دا هېواد لا هم د نړیوال ځواک د کارولو وړتیا، اراده او ظرفیت لري. د ایران کړکېچ د نړیوال نظم له مهمو ازمایښتي حالتونو څخه ګڼل کېږي، ځکه دا یوازې سیمهییزه شخړه نه ده، بلکې د نړیوال نظم د جوړښت، د قدرت د وېش او د نړیوالو قواعدو د عملي کېدو په اړه یې ژورې پوښتنې راپورته کړي2. دې کړکېچ د نړیوال نظم موجوده چوکاټ چې د لویو قدرتونو د توازن، نړیوالو قوانینو او نړیوالو سازمانونو پر رول ولاړ دی، له څو اړخونو تر فشار لاندې راوستی:
لومړی: کله چې یو سیمهییز بحران د امریکا، روسیې، چین او اروپایي قدرتونو غیر مستقیمې ښکېلتیا ته لار هواروي، نړیوال نظام په تدریجي ډول له یو قطبي ثبات څخه د څو قطبي رقابت پر لور حرکت کوي3. په داسې شرایطو کې دولتونه نور یوازې د نړیوالو قواعدو تابع نه پاتې کېږي، بلکې خپلې ستراتیژیکې ګټې د خپلواکو محاسبو پر بنسټ تعقیبوي.
دوهم: دې کړکېچ وښوده، چې نړیوال حقوقي چوکاټونه د عملي سیاست او قدرت تر فشار لاندې کمزوري کېږي. هغه بنسټونه چې د شخړو د حل لپاره رامنځته شوي، لکه ملګري ملتونه، د دې پېچلي بحران په مخنیوي او مدیریت کې محدود پاتې شول۱. دې وضعیت د نړیوال نظم د قانوني جوړښت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او دا تصور یې پیاوړی کړ، چې د قدرت پر بنسټ سیاست لا هم د نړیوالو اړیکو اصلي محرک دی.
دریم: دې کړکېچ همدارنګه د نړیوال اقتصادي ثبات پر بنسټونو ژور اغېز وکړ او ویې ښوده چې د انرژۍ بازارونه، د نړیوال تجارت لارې او د عرضهيي زنځیرونو ثبات د خلیج له امنیت سره مستقیم تړاو لري. په دې سیمه کې هر ډول نظامي تشنج د تېلو بیې لوړوي، اقتصادي نااطمیناني زیاتوي او د نړیوالې ودې بهیر تر فشار لاندې راولي4. له همدې امله اقتصادي نړیوالېدل د جیوپولیټیکي شخړو له امله زیانمن کېږي، چې دا د اوسني نړیوال نظم د نازکوالي څرګندونه کوي.
څلورم: په ورته وخت کې دا بحران ښيي چې نړیوال نظم له کلاسیک دولتي محور څخه د شبکوي او څو لایهیي جوړښت پر لور بدلېږي. ځکه اوسنی کړکېچ یوازې د دولتونو ترمنځ مستقیمه جګړه نه ده، بلکې د سیمهییزو لوبغاړو له لارې د قدرت د نفوذ پېچلی رقابت دی.
پورته اغېزو ته په کتو، ویلای شو چې د ایران کړکېچ د نړیوال نظم لپاره یو عملي ازمایښت بلل کېدای شي او دا روښانوي چې اوسنی نړیوال سیستم لا هم د انتقال په مرحله کې قرار لري5. له یوې خوا زاړه قواعد او بنسټونه د نړیوال ثبات د ساتلو هڅه کوي او له بلې خوا نوي جیوپولیټیکي واقعیتونه د څو قطبي نړۍ، سیمهییزو قدرتونو او غیر دولتي لوبغاړو له لارې د نړیوال نظم بڼه بدلوي.
۳. د امریکا نسبي هژموني او د څو قطبي رقابت پراخېدل
که څه هم د ایران کړکېچ د نړیوال نظم د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې یو مهم شاخص ګڼل کېږي(ځکه پایلې یې نه یوازې سیمهییزې، بلکې د نړیوال نظام د ثبات، جوړښت او مشروعیت سره مستقیم تړاو لري)، خو د واشنګټن رول د معاصر نړیوال نظم په جوړښت کې لا هم د رهبر په توګه مطرح دی. سره له دې، دا رهبري نور د مطلق تسلط په بڼه نه، بلکې د نسبي او رقابتي منطق په چوکاټ کې تعریفېږي.6 په اوسني نړیوال سیاست کې، متحده ایالات لا هم د نظامي، اقتصادي او مالي ظرفیتونو له مخې د نړیوالو اړیکو په مرکز کې قرار لري او د نړیوال سیاست په مېز کې لومړی لوبغاړی ګڼل کېږي، خو نور به یوازې نه لوبېږي. دا هېواد به د نورو ځواکمنو قدرتونو سره په ګډ او رقابتي ډګر کې خپل رول ادا کوي.
په وروستیو لسیزو کې د امریکا د پراخو پوځي مداخلاتو او اوږدو جګړو ستراتیژي دا هېواد له داخلي سیاسي او اقتصادي فشارونو سره مخ کړی دی. همدارنګه د داخلي فشارونو ترڅنګ، د چین اقتصادي او ټکنالوژیک پرمختګ او د روسیې د جیوپولیټیک موقف بیا فعالېدو د نړیوال قدرت توازن بدل کړی. سربېره پر دې، له متحدینو سره د واشنګټن د باور اړیکې هم نسبي کمزورې شوې دي7. ځینې متحد هېوادونه اوس د خپلو ملي او سیمهییزو ګټو پر بنسټ ډېر خپلواک تصمیمونه نیسي، لکه د ایران کړکېچ او د هرمز تنګي د امنیت په مسایلو کې د اروپایي متحدینو متفاوت دریځ. دا وضعیت د امریکا د سنتي ائتلافي سیستم د مطلق کنټرول انعطاف محدودوي. په همدې اساس، نړیوال نظم نور یوازې د واشنګټن له مرکز څخه نه، بلکې د څو قدرتي مرکزونو د تعامل، رقابت او توازن له لارې اداره کېږي.
د معاصر نړیوال نظم یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه دا ده، چې د سترو قدرتونو ترمنځ مستقیمه جګړه په تدریجي ډول د څو اړخیزې او غیر مستقیمې سیالۍ په بڼه بدله شوې ده. دا بدلون د نړیوال نظم د انتقالي پړاو یوه روښانه نښه ده او روښانوي چې نړیوال سیستم نور د پخوانیو ثابتو قواعدو پر بنسټ نه دی ولاړ، بلکې د قدرت د بیا وېش او دوامداره رقابت پر محور متحرک او بدلېدونکی جوړښت لري. په دې چوکاټ کې د جګړې ماهیت له دودیزو نظامي ټکرونو څخه اوښتی او اوس د نیابتي، شبکوي او غیر مستقیمو تقابلونو بڼه غوره کوي. د ایران کړکېچ د همدې بدلون یو څرګند مثال دی، ځکه سیمهییز لوبغاړي په کې د سترو قدرتونو د نفوذ د وسیلو په توګه عمل کوي او سیمهییز بحرانونه ژر نړیوال ابعاد خپلوي.
له بلې خوا، اقتصادي رقابت د دې نوې سیالۍ مرکزي عنصر ګرځېدلی. بندیزونه، د انرژۍ بازارونه، سوداګریزې لارې او ټکنالوژي د قدرت د نفوذ مهم وسایل دي. دا وضعیت ښيي چې اقتصاد نور یوازې د پرمختګ وسیله نه ده، بلکې د جیوپولیټیکي قدرت اساسي ابزار ګرځېدلی دی8، چې له امله یې نړیوال نظم نور د یو واحد مرکز تر کنټرول لاندې نه دی، بلکې د څو رقابتي مرکزونو د تعامل او ټکر په پایله کې بڼه اخلي، چې همدا وضعیت د نړیوال نظم د انتقالي او متحرک ماهیت څرګندونه کوي.
۴. له کړکېچ وروسته د نړیوال نظم ممکنه سناریوګانې
د ایران له کړکېچ وروسته به نړیوال حالت د نړیوال نظم د انتقالي پړاو یو روښانه انعکاس وړاندې کوي. له دې بحران وروسته نړیوال نظم ممکن نور یو ثابت او خطي مسیر تعقیب نه کړي، بلکې د څو ممکنه سناریوګانو په بڼه به څرګندېږي، چې هر یو یې د سترو قدرتونو د چلند، د سیمهییزو شخړو د دوام او د نړیوال اقتصاد د حساسیت له مخې بدلېدونکی دی:
لومړۍ سناریو دا ده چې له جګړې وروسته نړیوال نظم به د واشنګټن تر مشري لاندې پاتې شي، خو دا مشري به د تېر په څېر مطلقه نه، بلکې په نسبي او رقابتي چاپېریال کې وي. متحده ایالات به هڅه کوي چې د خپلې نړیوالې رهبرۍ رول وساتي، خو دا رول به نور محتاط، انتخابي او محدوده بڼه غوره کړي. واشنګټن به یوازې په هغو ساحو کې مستقیمه مداخله کوي، چې ستراتیژیکې ګټې یې په واضح ډول ورسره تړلې وي. د ایران کړکېچ دا تمایل لا ډېر څرګند کړی، ځکه د پراخو نظامي مداخلو لوړ لګښتونه متحده ایالات دې ته اړ کوي، چې د خپل نړیوال حضور بڼه بدله کړي. له دې حالت څخه په استفادې به چین هڅه وکړي، چې د مستقیم نظامي تقابل پر ځای د اقتصادي ثبات، ټکنالوژیک پرمختګ او تدریجي نفوذ له لارې خپل نړیوال رول پراخ کړي.
دوهمه سناریو دا ده چې د جګړې وروسته رامنځته شوې بېثباتي به د نړیوال نظم څو قطبي کېدو ته لار هواره کړي او د نړیوال قدرت مرکز به په تدریجي ډول د آسیا پر لور انتقال شي. چین به په دې چاپېریال کې نه یوازې خپل اقتصادي ځواک ته دوام ورکړي، بلکې د انرژۍ د امنیت، سیمهییزو ائتلافونو او ټکنالوژیکي پرمختګ له لارې به خپل سیاسي نفوذ هم پراخ کړي. د انرژۍ د بازارونو حساسیت او د خلیج ستراتیژیک اهمیت د دې بهیر لپاره مهم محرکات ګڼل کېږي.
دریمه سناریو د نړیوال قدرت د نازک توازن رامنځته کېدل دي. په دې حالت کې ممکن واشنګټن یو ځل بیا د فعالې او پراخې ستراتیژۍ لوري ته مخ کړي، چې د نظامي حضور، اقتصادي فشارونو او ائتلافي سیاستونو ترکیب ته به لومړیتوب ورکړي. که څه هم دا تګلاره په لنډ مهال کې د امریکا د نفوذ د بیا ټینګښت وسیله ګرځي، خو په اوږدمهال کې د لوړو لګښتونو، داخلي فشارونو او د نړیوال مقاومت د زیاتېدو سبب کېږي.
څلورمه سناریو د نوې سړې جګړې پیل دی. په دې حالت کې نړیوال نظام د پراخې بېثباتۍ او څو جبههیي کړکېچونو پر لور حرکت کوي. د ایران کړکېچ او ورته سیمهییز مقاومتونه به د نورو نړیوالو شخړو سره یوځای د نړیوال نظم عمومي فضا تر اغېز لاندې راولي. ستر قدرتونه به په بېلابېلو جبهاتو کې د مستقیم او غیر مستقیم رقابت هڅې زیاتې کړي، چې له امله به سیمهییز بحرانونه نړیوال ابعاد خپل او په پایله کې به یې د انرژۍ بازارونه، سوداګریزې لارې او امنیتي ائتلافونه تر جدي فشار لاندې راشي.
۵. پایله
د پورته احتمالي سناریوګانو پر بنسټ ویلای شو، چې د ایران له کړکېچ وروسته به نړیوال نظم په یوه ثابت حالت کې نه، بلکې په متحرک او سیال انتقالي پړاو کې قرار ولري. په دې بهیر کې به د انرژۍ امنیت، اقتصادي تعاملات او د سترو قدرتونو اړیکې د همکارۍ او رقابت ترمنځ په نازک توازن ولاړې وي. له همدې امله، نړیوال سیاست به له خطي او یو بعدي تعاملاتو څخه څو اړخیزو او متقابلو اړیکو ته واوړي. په دې نوي وضعیت کې د قدرتونو ترمنځ اړیکې نورې ساده او یو اړخیزې نه، بلکې پېچلې او څو سطحهیي بڼه غوره کوي. همدارنګه د چین رول د نړیوال نظم په راتلونکي ترسیم کې مهم ګڼل کېږي. د چین فعاله ښکېلتیا د څو قطبي نظم بهیر چټک کولای شي، خو برعکس ددې هېواد د احتیاطي سیاست له امله کېدلی شي چې د امریکا نسبي برلاسي د لنډ مهال لپاره دوام ومومي. په ورته وخت کې د امریکا د متحدینو دریځ هم د نړیوال نظم د راتلونکي په ټاکلو کې مهم او اغېزناک رول لري.
نو دې بدلونونو ته په کتو د پخوانیو سختو او یو اړخیزو تګلارو پر ځای انعطافمنو او څو اړخیزو ستراتیژیو ته اړتیا ده، ځکه نړیوال نظام نور په یو ثابت او ثباتي حالت کې نه، بلکې د دوامداره بدلون په بهیر کې قرار لري. د قدرتونو لپاره د دې نوي واقعیت درک دا اړتیا رامنځته کوي، چې له سختو او انحصاري سیاستونو څخه واوړي او د تعامل، انعطاف او څو اړخیزو اړیکو پر بنسټ سیاستونو ته مخه کړي. راتلونکی نړیوال نظم به د همکارۍ او سیالۍ د ګډ توازن بڼه واخلي، نه د مطلق تسلط او نه د بشپړې انزوا پر اساس.
۶. د تحلیل د اساسي مفاهیمو تعریف
شماره
مفهوم
تعریف
۱
انتقالي پړاو
هغه حالت چې نړیوال نظام له یو جوړښته بل ته اوړي، خو لا بشپړ نوي شکل ته نه وي رسېدلی.
۲
توازن سیاست
هغه سیاست چې کوچني یا منځني هېوادونه یې کاروي، څو د لویو قدرتونو تر اغېز لاندې را نشي او خپل استقلال وساتي.
۳
څو اړخیز نظم
هغه نړیوال سیستم چې یوازې دولتونه نه، بلکې اقتصادي، امنیتي او شبکوي اړیکې هم په کې شاملې وي.
۴
څو قطبي نظم
هغه نظام چې په کې څو ستر قدرتونه د نړیوال ځواک په وېش کې شریک وي او هېڅ یو واحد قدرت غالب نه وي.
۵
سیمهییز قدرتونه
هغه هېوادونه چې په یوه ځانګړې سیمه کې مهم سیاسي او نظامي نفوذ لري.
۶
لیبرال نړیوال نظم
هغه نړیوال نظام چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا تر رهبرۍ لاندې رامنځته شو او (نړیوال قوانینو، آزاد تجارت، څو اړخیز سازمانونو، ډېموکراسي او لیبرال ارزښتونو) پر اصولو ولاړ و.
۷
نړیوال نظم
هغه بنسټیز سیاسي، اقتصادي او حقوقي جوړښت دی، چې د دولتونو ترمنځ اړیکې، قواعد او د ځواک توازن تنظیموي.
۸
نسبي هژموني
هغه حالت چې یو قدرت لا هم تر ټولو قوي وي، خو مطلق کنټرول یې کمزوری شوی وي.
۹
هژموني
د یوه ستر قدرت هغه حالت چې نه یوازې نظامي او اقتصادي ځواک لري، بلکې نړیوال قواعد او نظم هم تعریفوي.
۱۰
یو قطبي نظم
هغه نړیوال حالت چې په کې یوازې یو ستر ځواک غالب وي او د نړیوال سیاست اصلي محور جوړوي.
ماخذونه
- https://hoqooq.eu/Azizpur-120624.pdf
- https://aspeniaonline.it/how-the-us-israeli-war-on-iran-is-making-the-world-more-multipolar/
- https://drshafiee.blogfa.com/post/79
- https://www.atlanticcouncil.org/blogs/energysource/why-gulf-security-is-critical-to-global-security/
- https://asiatimes.com/2026/04/the-iran-vs-us-israel-war-and-the-end-of-the-unipolar-moment/
- https://8am.media/eng/when-an-empire-stands-alone-natos-fractures-and-the-rise-of-a-multipolar-world/
- https://mecouncil.org/blog_posts/the-iran-war-and-the-battle-for-a-multipolar-world-order/
- https://insights.som.yale.edu/insights/how-nations-use-economic-power-to-shape-the-world-order
- https://www.brookings.edu/articles/11-characteristics-of-the-international-order
