
د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمهییزو مطالعاتو انسټیټوټ له لخوا د «خوشحال فکر او معاصره ټولنه» تر سرلیک لاندې یوه درنه، علمي او فرهنګي غونډه جوړه شوې وه، چې د هېواد د علم، ادب او فرهنګ ګڼو مخورو څېرو پکې ګډون کړی و. په دې علمي ناسته کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي، د کابل پوهنتون استادان، د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادان، څېړونکي، لیکوالان او محصلین راټول شوي وو، چې د ستر مفکر، ادیب او مبارز خوشحال خان خټک د افکارو بېلابېل اړخونه د معاصرې ټولنې له اړتیاوو او فکري تحولاتو سره په تړاو کې وڅېړي.

غونډه په علمي او فرهنګي فضا کې پیل شوه، چې ویناوالو پکې د خوشحال بابا د فکر ژوروالی، د هغه د شاعرۍ معنوي اړخ او د افغاني ټولنې له اوسني وضعیت سره یې فکري تړاو په هر اړخیز ډول تحلیل کړ. د هېواد نوموتي لیکوال استاد محمد اصف صمیم د خوشحال خان خټک په شعرونو کې د عدالت مفهوم وڅېړه او څرګنده یې کړه، چې خوشحال بابا عدالت یوازې د واکمنۍ او سیاست تر کچې نه؛ بلکې د انسان د اخلاقي وجدان، ټولنیز توازن او ملي یووالي د اساسي ارزښت په توګه مطرح کړی دی. نوموړي د خوشحال د افکارو او د اوسنۍ نړۍ د عدالت غوښتونکو مفکورو ترمنځ پر ورته والي هر اړخیزه رڼا واچوله.

اکاډمیسن سیدمحیالدین هاشمي د خوشحال خان د اثارو فکري او ادبي ارزښت ته ځانګړې کتنه وکړه او ویې ویل: د خوشحال لیکنې یوازې د خپل وخت غږ نه دی؛ بلکې د نسلونو د فکري روزنې او بیدارۍ سرچینه ده. هغه د خوشحال د افکارو اغېز د ځوان نسل پر فکري جوړښت او ملي شعور مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د خوشحال فکر لا هم د افغان ځوانانو د هویت، پوهې او ویښتیا لپاره الهام بښونکی دی.
د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکتر اجمل ښکلي بیا د خوشحال بابا د ملتپالنې مفکوره د معاصرې نړۍ له سیاسي او فرهنګي تحولاتو سره په تړاو کې وڅېړله. هغه څرګنده کړه، چې خوشحال خان د ملت مفهوم یوازې جغرافیوي نه؛ بلکې د ګډ فرهنګ، ګډ برخلیک او ګډ تاریخ له زاویې تعریف کړی و؛ هغه مفکوره، چې نن هم د ملتونو د بقا او یووالي لپاره حیاتي ارزښت لري.
د علومو اکاډمۍ غړي څېړنوال احسان الحق کبیر د خوشحال بابا پر ښوونیز او روزنیز فکر هر اړخیز بحث وکړ او ویې ویل، چې خوشحال علم، پوهه او روزنه د ملت د پرمختګ بنسټ ګڼلی دی. نوموړي د خوشحال تعلیمي لیدلوری د اوسني عصر د ټولنیزو او فکري اړتیاوو لپاره یوه ارزښتناکه او روښانه تګلاره وبلله.

د غونډې دویمه برخه ازاد بحث او پوښتنو ته ځانګړې شوې وه، چې پکې ګډونوالو د خوشحال خان خټک د افکارو، شاعرۍ، فکري لیدلوري او ټولنیزو نظریاتو په تړاو له ویناوالو هر اړخیزې پوښتنې وکړې، دغه ناسته د فکري تبادلې، علمي ژورتیا او فرهنګي ویښتیا له پلوه یوه بډایه او اغېزناکه غونډه وبلل شوه، چې د خوشحال بابا د تلپاتې فکر د بیا راژوندي کولو او معاصرې ټولنې ته د هغه د پیغام د رسولو لپاره مهم ګام یاد شو.

