
هیت تحریر
سريزه
په ۲۱مه پېړۍ کې نړیوال نظم په داسې لور روان دی، چې د قدرت اصلي محور له دودیزو نظامي او ایډیولوژیکو رقابتونو څخه په کې د اتصال، سوداګریزو دهلېزونو او زېربینایي شبکو پر لور انتقال مومي. په دې نوي جیوپولیټیک چاپېریال کې د نړیوالو سوداګریزو دهلېزونو پر سر روانه پټه سیالي، په اصل کې د نړیوال کېدو د راتلونکې معمارۍ پر سر رقابت دی؛ داسې رقابت چې لوی قدرتونه په کې هڅه کوي خپلې ستراتیژیکې ګټې خوندي، خپل نفوذ پراخ او د راتلونکو اقتصادي - امنیتي معادلو مسیر تعریف کړي(1). په همدې بدلېدونکې معادله کې واخان دهلېز د یوې داسې جغرافیایي نقطې په توګه تبارز کوي، چې اهمیت یې له خپل فزیکي اندازې څو چنده زیات دی. دا سیمه د چین، افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د مستقیم اتصال تر ټولو لنډه او حساسه دروازه جوړوي. همدې ځانګړنې دا سیمه د چین - هند د ستراتیژیک رقابت په چوکاټ کې په یوه خاموش خو ډېر مهم محور بدله کړې ده.
واخان یوازې د افغانستان یوه لرې پرته غرنۍ سیمه نه ده، بلکې د نړیوالو سوداګریزو دهلېزونو، جیوپولیټیکي رقابتونو او د لویو قدرتونو د نفوذ د تقاطع په یوه حساسه نقطه بدلېږي(2). په معاصر نړیوال نظام کې قدرت نور یوازې د پوځ او اقتصاد په اندازه نه سنجول کېږي، بلکې د ترانزیټي دهلېزونو او اتصال پر مسیرونو کنټرول هم د نفوذ مهم معیار ګرځېدلی دی. دا دهلېزونه هغه حیاتي شریانونه دي چې لویې وچې سره نښلوي. له همدې امله د اوسنیو خوشایندو ډېپلوماټیکو همکاریو تر شا یوه خاموشه او دوامداره سیالي روانه ده، چې هېوادونه په کې زېربناوې، پانګونه او ټکنالوژي د جیوپولیټیک نفوذ د وسایلو په توګه کاروي.
چینایي ستراتیژي او د یوریشیا اتصال
چین د دې نوې سترې لوبې په مرکز کې قرار لري. د یوې لارې او یو کمربند پروژه چې په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوه، یوازې اقتصادي پروګرام نه وو، بلکې د چین د جیوپولیټیک نفوذ د پراخولو یوه ستراتیژي هم ده. دا پروژه اوس د آسیا، افریقا، منځني ختیځ او اروپا تر پراخو برخو غځېدلې او د بندرونو، ریلپټلیو، لویو لارو او ډیجیټلي شبکو پراخه شبکه یې رامنځته کړې. د دې ستراتیژۍ موخه د یوریشیا اقتصادي اتصال دی، خو چین هڅه کوي دا اتصال د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو ګټو له چوکاټ سره هم همغږی کړي. د همدې لپاره د نړیوالو سوداګریزو لارو کنټرول د چین د اوږدمهاله قدرت جوړونې مهم عنصر ګرځېدلی(3)، خو هند دا پراخېدونکی حضور یوازې اقتصادي نه ګڼي. د هند له نظره دا یو تدریجي ستراتیژیک بدلون دی چې د سیمې د ځواک توازن بدلولی شي. هند په ځانګړي ډول د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز، د ګوادر بندر او د واخان له لارې د چین احتمالي پراختیا د خپل امنیت او نفوذ لپاره ننګونه بولي.
نوي ډهلي باور لري، چې چین د اتصال تر عنوان لاندې هڅه کوي د هند شاوخوا د نفوذ یوه حلقه جوړه او له مخې یې په جنوبي او منځنۍآسیا کې خپل حضور پراخ کړي. له همدې امله هند د بدیلو دهلېزونو، لکه India–Middle East–Europe Economic Corridor ، ملاتړ کوي، ترڅو د چین نفوذ کنترول او متوازن کړي.(4)
په همدې متضادو روایتونو او برداشتونو کې واخان ځانګړی ځای لري. دا دهلېز د افغانستان، چین، پاکستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د تماس حساسه نقطه ده. د چین لپاره دا د سینکیانګ له لارې د افغانستان او منځنۍ آسیا پر لور د ځمکني اتصال یوه مهمه کړکۍ ده، خو د هند له نظره دا د چین د نفوذ د ژورتیا احتمالي لار ده. له بلې خوا، هند د لداخ او شمالي کشمیر د ترانزیټي پراختیا له لارې هڅه کوي ځان له منځنۍ آسیا سره ونښلوي. که راتلونکي کې دا لارې له واخان سره وتړل شي، نو د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا ترمنځ به یو نوی جیوپولیټیک اتصال رامنځته او د سیمې د قدرت معادله به بدله کړي. نو څکه واخان د اقتصادي دهلېز، امنیتي زون او جیوپولیټیک فشار درې بعدي جوړښت لري. دا یوازې یو جغرافیه نه ده، بلکې د چین او هند د نفوذ د تقاطع یوه خاموشه نقطه ده.
د هند ستراتیژیکه اندېښنه
هند که څه هم په واخان کې مستقیم حضور نه لري، خو دا سیمه د خپلو ستراتیژیکو محاسباتو برخه ګرځوي. نوي ډهلي دا تحولات د امریکا او لوېدیځ له ستراتیژیکو همکاریو سره په ګډه څاري، څو د چین د پراخېدونکي نفوذ توازن وساتي (5). د واخان په تړاو د هند اندېښنه دوه اساسي ابعاد لري:
- که د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم یا غیرمستقیم اتصال رامنځته شي، نو د چین اقتصادي او سیاسي نفوذ به لا پراخ شي. دا پراختیا یوازې په تجارت پورې نه محدودېږي، بلکې د امنیت، سیاست او سیمهییزو پرېکړو په کچه هم اغېز لري. دا حالت کولی شي د جنوبي آسیا د ځواک توازن ورو ورو د چین په ګټه بدل کړي(6).
- واخان د مرکزي آسیا د انرژۍ او منابعو په لور د چین د احتمالي لاسرسي یوه مهمه دروازه ده، که چین له دې لارې د انرژۍ سرچینو ته لاسرسی پراخ کړي، نو د هند لپاره به دا د اوږدمهاله ستراتیژیک فشار یو نوی محور وي، ځکه هند د مرکزي آسیا منابعو ته محدود او غیرمستقیم لاسرسی لري (7).
د چین له نظره واخان یوازې یوه لاره نه ده، بلکې د یوریشیا د اتصال یوه ورکه کړۍ ده. که دا کړۍ فعاله شي، د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د اتصال نیمګړتیا بشپړېږي، خو چین پوهېږي چې واخان یوازې فرصت نه، بلکې یو لوړ امنیتي ریسک هم دی(8). د افغانستان داخلي ثبات، د تاجکستان حساسیتونه او د پاکستان جیوپولیټیک موقعیت ټول د دې دهلېز پر راتلونکي اغېز لري. له همدې امله واخان د چین لپاره د فرصت او خطر ګډه جغرافیه ده، چې همدا موضوع د واخان ځانګړی جیوپولیټیک ارزښت څرګندوي:
دا د درې قدرتي حلقو(چین، هند او منځنۍ آسیا) په تقاطع کې موقعیت لري. دا درېګونی موقعیت دا دهلېز د (لوړ جیوپولیټیک او ستراتیژیک ارزښت لرونکي دهلېز) په توګه تعریفوي؛ یعنې داسې سیمه چې فزیکي زېربنا یې محدوده ده، خو ستراتیژیک ارزښت یې خورا لوړ دی. د کوریډورونو د پټې جګړې منطق هم همدا دی؛ هره هغه جغرافیه چې د لږو فزیکي امکاناتو په بدل کې لوی جیوپولیټیک نفوذ تولید کړي، د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ په مرکز بدلېږي. واخان د همدې منطق یوه څرګنده بېلګه ده.
پایله
واخان دهلېز یوازې یوه جغرافیه نه ده، بلکې د نړیوال قدرت د بیا وېش په روان بهیر کې یوه حساسه او مهمه نقطه ده. دا سیمه د خپل موقعیت له امله د لویو قدرتونو د ستراتیژیکو محاسباتو برخه ګرځېدلې ده. چین دا د یوریشیا د اتصال د ورکې کړۍ په توګه ګوري، هند یې د خپل نفوذ د پراخېدو د څارنې حساسه نقطه بولي او د سیمې هېوادونه یې هم د فرصت او هم د خطر ګډه معادله ګڼي. په همدې لویه معادله کې واخان یو ځانګړی او استثنایي حالت لري، ځکه دا د دوو سیالو ستراتیژیکو لیدلورو(چینایي اتصال او هندي توازن) ترمنځ د تماس حساسه نقطه ده؛ داسې نقطه چې کولای شي د راتلونکې یوریشیا د جیوپولیټیک نقشې په جوړښت کې خاموش خو ژور بدلونونه رامنځته کړي. د دې دهلېز راتلونکی په عمومي ډول په درې سناریوګانو کې راټولېدای شي:
په لومړۍ سناریو کې واخان یوازې د محدود اقتصادي تعامل په کچه پاتې کېږي، یعنې د لږ تجارت او محدود ترانزیټ لاره به وي، چې په دې حالت کې سیمهییز حساسیتونه تر ډېره کنټرول او لوی جیوپولیټیک فشارونه پراخوالی نه مومي. په دوهمه سناریو کې دا سیمه د رقابت په مرکز بدلېږي، یعنې د چین او هند ترمنځ د ستراتیژیک بې باورۍ فضا نوره هم پراخیږي او واخان د نفوذ، فشار او سیالۍ یوه حساسه نقطه ګرځي. په درېیمه سناریو کې بیا د همکارۍ امکان مطرح کېږي، یعنې ممکن څو اړخیز سیمهییز تفاهم رامنځته او واخان د اتصال او اقتصادي همغږۍ په یوه سمبول بدل شي، خو دا سناریو تر ټولو ستونزمنه او کم احتمال لرونکې ده، ځکه د سیمې متضادې ستراتیژیکې ګټې یې عملي کېدل سختوي.
وړاندیزونه
د پورته احتمالي سناریوګانو په رڼا کې د افغانستان لپاره اساسي مسئله دا ده، چې دا حساسه جغرافیه له منفعل حالت څخه وباسي، ترڅو واخان یوازې د نقشې یوه څنډه پاتې نه شي، بلکې د اتصالونو د مدیریت او تنظیم یوه فعاله نقطه وګرځي. دا سیمه باید د یوې لرې پرتې او سختې غرنۍ سیمې له عینکو ونه ارزول شي، بلکې د راتلونکو اقتصادي او ترانزیټي فرصتونو یوه بالقوه دروازه وګڼل شي، ترڅو وکولای شي افغانستان د سیمهییز اتصال په یوه مهم تقاطع بدل کړي. خو دا ټول پرمختګونه له امنیت پرته نشي عملي کېدای. که په سیمه کې ثبات نه وي، نه سوداګري وده کوي او نه لویې پروژې تحقق مومي. له همدې امله لومړی او اساسي شرط د واخان د امنیت ټینګښت دی. ( د سرحدونو جدي کنټرول، د غیرقانوني تګ راتګ مخنیوی او د سیمې د محلي اوسېدونکو باور جوړونه). په محلي کچه ولسي باور جوړونه او پورته موارد هغه مهم ټکي دي چې باید په دوامداره توګه ورته کار وشي. که خلک ځان د دولت برخه احساس کړي، نه یوازې امنیت ښه کېږي؛ بلکې د اوږدمهاله ثبات لپاره هم زمینه برابریږي.
سربېره پر دې، افغانستان ته پکار ده چې واخان د کوم ځانګړي هېواد تر نفوذ لاندې پرېنږدي. غوره سیاست دا دی چې له ټولو ګاونډیو او لویو قدرتونو سره متوازن چلند وساتل شي، داسې چې افغانستان د رقابتونو د ډګر پر ځای د اتصال او نښلولو د پل په توګه پاتې شي. په همدې توازن کې د هېواد لپاره تر ټولو لوی فرصت دا دی چې له خپل جغرافیایي موقعیت څخه عملي او هوښیارانه ګټه واخلي او د فشار پر ځای د همکارۍ محور شي.
