د ټرمپ د چین سفر ستراتیژیکې اجنډاوې او اغېزې

26 ثور 1405

USA & China President Image.jpeg

هیت تحریر

سريزه

چین ته د امریکایي ولسمشر ټرمپ سفر یواځې یو عادي ډېپلوماتیک اکټ نه دی، بلکې د معاصر نړیوال سیاست، اقتصادي رقابت او ستراتیژیکو تعاملاتو په چوکاټ کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې نړیوال نظام د لویو قدرتونو د سیالۍ، د انرژۍ د امنیت، د عرضې د ځنځیرونو د بیا تنظیم، د منځني ختیځ د کړکېچ، د اوکراین جګړې، د هرمز تنګي د امنیت او د آسیا ـ پاسیفیک د جیوپولیټیکي بدلونونو تر اغېز لاندې دی، چین ته د امریکا د ولسمشر دا سفر د نړیوال قدرت د توازن په بهیر کې ځانګړی اهمیت لري. د متحده ایالاتو او چین اړیکې د شلمې پېړۍ له وروستیو راهیسې د نړیوال نظم یو اساسي محور پاتې شوی. لکه څنګه چې په ۱۹۷۲م کال کې چین ته د ریچارد نیکولسن تاریخي سفر د سړې جګړې په جیوپولیټیک کې ژور بدلون راوست او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ستراتیژیک تعامل بنسټ کېښود. دا ځل هم تمه کېږي، چې چین ته د ټرمپ دا سفر هم د یوه نوي تاریخي پړاو استازیتوب وکړی.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د رقابت او تفاهم ګډ محورونه

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې دواړه قدرتونه په سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، نیمه هادي چپونو، پوځي نفوذ، سایبري امنیت او نړیوالو ائتلافونو کې سخته سیالي لري. له همدې امله، دغه سفر د تقابل د مدیریت، د احتمالي تفاهم د رامنځته کولو او د نړیوالو کړکېچونو د کنټرول لپاره د لوړې کچې ستراتیژیکه هڅه بلل کېږي. اوس مهال د واشنګټن او بیجینګ اړیکې د سیالۍ تر څنګ د محدودې همکارۍ په چوکاټ کې تعریفیږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ مهم اختلافات په لاندې برخو کې متمرکز دي:

د سوداګریز توازن او تعرفو شخړې، د پرمختللې ټکنالوژۍ او چپونو محدودیتونه، د تایوان مسئله، د جنوبي چین سمندر امنیتي رقابت، د نړیوالو بنسټونو او نړیوال نظم پر سر سیالي. سره له دې، دواړه هېوادونه په اقلیمي بدلون، نړیوال اقتصادي ثبات، د انرژۍ بازارونو او سیمه‌ییزو کړکېچونو کې متقابلې ګټې لري. له همدې امله ددوی اړیکې نه بشپړ تقابل دی او نه بشپړه همکاري؛ بلکې د مدیریت شوې سیالۍ یوه پېچلې بڼه ده. چین ته د ټرمپ د سفر مهمې او محوري اجنډاوې او موخې عبارت وې له:

د هرمز تنګي امنیت او ثبات

د هرمز تنګي موضوع د لیدنې محراقي موضوع وه، د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، دواړو مشرانو د دې ستراتیژیک تنګي د پرانیستې ساتلو او د انرژۍ د آزاد جریان د تضمین په اړه د تفاهم فضا رامنځته کړې. دا تفاهم د نړیوالې انرژۍ د امنیت په برخه کې د لویو قدرتونو د نوې تعامل نښه بلل کېږي(1)، د ټرمپ او شي د خبرو دا برخه د نړیوال ژئوپولیټیک په بدلېدونکي جوړښت کې د یوه مهم تمایل نښه ده( ستر قدرتونه حتی د سیالۍ په حالت کې هم د هغو حیاتي نقطو په اړه د تفاهم لټه کوي، چې د نړیوال اقتصاد ثبات پرې ولاړ دی).  

په  دې خبرو کې د هرمز تنګی یوازې د جغرافیایي لارې په توګه نه، بلکې د نړیوال اقتصاد د حیاتي رګ په توګه مطرح شوی؛ ځکه چې د نړۍ د نفتو او انرژۍ یوه لویه برخه له همدې لارې انتقالېږي، نو هر ډول محدودیت یا ناامنۍ یې نه یوازې سیمه‌ییز کړکېچونه زیاتوي، بلکې د نړیوالو بازارونو د بیو د لوړوالي او اقتصادي بې‌ثباتۍ لامل ګرځي. د ټرمپ او شي ترمنځ بحث د دې تنګي د ثبات او خلاص پاتې کېدو پر مفهوم راڅرخېد، نه یوازې د سیاسي کنټرول پر مسئله

د امریکايي چارواکو له څرګندونو څخه څرګندېږي، چې د واشنګټن ستراتیژي دا ده چې د هرمز د امنیت موضوع د نړیوالو قدرتونو د ګډ مسؤلیت په چوکاټ کې تعریف کړي. ځکه د هر ډول اختلال اغېز مستقیماً د نړیوال بازار پر ثبات پرېوځي، نو متحده ایالات هڅه کوي چې د انرژۍ د نړیوالو لارو امنیت د رقابت له منطق څخه د همکارۍ منطق ته انتقال کړي. د چین لپاره د هرمز ثبات د صنعتي ودې، انرژي امنیت او اقتصادي ثبات یوه حیاتي اړتیا ده، ځکه چې د دې هېواد د نفتو لویه برخه له فارس خلیج او د همدې تنګي له لارې واردېږي. له همدې امله، بیجینګ د دې موضوع په اړه د مستقیم ټکر پر ځای د ډېپلوماټیک تفاهم او د لارو د خلاص پاتې کېدو ملاتړ کوي او ممکن په دې تړاو یې امریکا سره تفاهم رامنځته شي

اقتصادي رقابت او ثبات

دا سفر د نړیوال اقتصادي نظم د راتلونکي مسیر د بیا تعریف په لور یوه مهمه او محوري هڅه ګڼل کېږي. دا لیدنه په داسې یو حساس وخت کې ترسره شوه چې نړیوال اقتصاد له څو اړخیزو ننګونو سره مخ دی، لکه اقتصادي بې‌ثباتي، د اکمالاتي زنجیرونو ګډوډي او د سترو قدرتونو ترمنځ د باور او اعتماد کمښت. په همدې نړیواله فضا کې د امریکا او چین ترمنځ تعرفي شخړه یوازې د دودیزو تجارتي اختلافاتو په کچه نه ده پاتې، بلکې د نړیوال اقتصادي نظم د بدلون یوه ستراتیژیکه وسیله ګرځېدلې. امریکا هڅه کوي چې له چین سره اقتصادي رقابت د (مدیریت‌شوي رقابت) په چوکاټ کې تنظیم کړي، څو د نړیوال اقتصاد د بشپړ ټوټه‌کېدو مخه ونیول شي، د بلاک‌محوره اقتصادي جوړښتونو شدت راکم او د نړیوالې ودې لپاره نسبي ثبات تضمین شي.

که د نړۍ دغه دوه ستر اقتصادي ځواکونه د دې مذاکراتو وروسته د همکارۍ، منظم رقابت او نسبي ثبات لور ته حرکت وکړي(2)، نو نړیوال اقتصاد کولی شي د اوسني بې‌باورۍ له حالت څخه د ثبات او بیا احیا پړاو ته داخل شي. خو که دا تعامل د ژورو اختلافاتو د دوام یا یوازې د محدودو او لنډمهاله توافقونو په سطحه پاتې شي، نو نړیوال اقتصادي نظام به د لا زیات ټوټه‌کېدو، د بلاک‌محوره اقتصادونو د پیاوړتیا (د امریکا محوره لوېدیځ سیستم او د چین محوره آسیایي–اوراسیایي شبکې) او اوږدمهاله بې‌ثباتۍ له جدي خطر سره مخ شي. د ټرمپ او شي جین‌پینګ احتمالي توافق یا حتی د تجارتي اوربند تمدید کولی شي د نړیوال اقتصاد لپاره مهم او مثبت اغېز ولري(3).

تکنالوژیک رقابت او مصنوعي ځیرکتیا

ددې سفر تر ټولو ژوره ستراتیژیکه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د مخ پر زیاتېدونکې سیالۍ مدیریت و(4). د دې مذاکراتو اساسي مسئله دا وه چې د راتلونکي نړیوال نظم مشري به د کوم ځواک په لاس کې وي. په معاصر نړیوال سیستم کې دا مسئله نور یوازې د پوځونو، سمندري اډو او اټومي وسلو له لارې نه حل کېږي، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللو نیمه‌رسانا چپونو، لویو معلوماتو او ډیجیټلي زېربناوو له لارې ټاکل کېږي. ټرمپ چین ته له داسې یو مختلط هیئت سره سفر وکړ چې د سترو ټکنالوژیکو شرکتونو مشران هم په کې شامل وو. دې حضور دا څرګنده کړه چې واشنګټن د ټکنالوژۍ سیالي یوازې اقتصادي رقابت نه ګڼي، بلکې هغه د ملي امنیت، صنعتي برترۍ او نړیوال نفوذ د ساتلو اساسي برخه بولي.

امریکا له چین څخه غواړي چې ټکنالوژیک رقابت د جیوپولیټیک فشار وسیله نه شي؛ د چپ‌صنعت او مصنوعي ځیرکتیا په حساسو زنجیرونو کې د نړیوال اکمالاتي سیستم ثبات وساتل شي او د صادراتو یا عرضه کولو ناڅاپي محدودیتونه د نړیوال صنعتونو لپاره بحران جوړ نه کړي. په دې معنا چې واشنګټن غواړي ترڅو د ټکنالوژیک ځواک سیالي د قواعدو تر چوکاټ لاندې وساتي، نه د فشار او انحصار د ابزارو لاندې(5). له بلې خوا، چین مصنوعي ځیرکتیا او پرمختللې ټکنالوژي یوازې اقتصادي فرصت نه، بلکې د ملي احیا، ستراتیژیک استقلال او نړیوال مقام د لوړولو وسیله ګڼي. بیجینګ په دې باور دی چې د AI، چپ‌سازۍ او ډیجیټلي زېربناوو په برخه کې د مخکښ رول له لارې کولی شي د لوېدیځ ټکنالوژیک انحصار مات او د نړیوال قدرت په جوړښت کې د امریکا برلاسی موقعیت وننګوي. په دې سفر کې د دې اجنډا شتون دا څرګندوي، چې نړیوال سیاست له دودیز ژئوپولیټیک منطق څخه د ژئوتکنالوژۍ مرحلې ته داخل شوی.

د تایوان دوسیه او د ایران مسئله

د ټرمپ له لوري چین ته د سفر تر پیل څو ورځې مخکې پر تایوان د وسلو د پلور موضوع مطرح کول، د فشار او مذاکرې د ګډې ستراتیژۍ برخه وه؛ ددې ستراتیژي موخه دا وه چې واشنګټن له بیجینګ سره د خبرو مېز ته د یو قوي چنې وهلو موقف سره داخل شي او چین دې ته وهڅوي څو په هغو موضوعاتو کې هم رغنده رول ولوبوي، چې د امریکا لپاره حیاتي اهمیت لري.(6) چین د ایران له مهمو اقتصادي شریکانو او د ایران د نفتو له لویو پېرودونکو څخه دی او د دواړو هېوادونو ستراتیژیکې اړیکې د انرژۍ، پانګونې او ترانزیټي همکاریو پر بنسټ ولاړې دي. له همدې امله واشنګټن ښه پوهېږي چې بیجینګ پر تهران د نفوذ داسې کچه لري چې کولی شي د کړکېچونو په مدیریت، د انرژۍ د لارو په خوندیتوب او د سیمه‌ییزو کړکېچونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د ټرمپ له لوري له سفر مخکې ددې مسئلې مطرح کول دا یو مهم پیغام وو که بیجینګ غواړي چې د خپل تر ټولو حساس امنیتي موضوع، یعنې تایوان په اړه د واشنګټن فشار محدود کړي، نو اړتیا لري چې په هغو موضوعاتو کې له امریکا سره همکاري وکړي چې د نړیوال اقتصاد او د امریکا د ستراتیژیکو ګټو لپاره مهمې دي؛ په ځانګړي ډول د ایران چلند، د هرمز تنګي ثبات او د انرژۍ نړیوال بازار(7). په دې سره واشنګټن د ختیځې آسیا امنیتي اهرم د منځني ختیځ له جیوپولیټیک سره ونښلاوه او چین ته یې وښوده چې ستراتیژیکې دوسیې نور جلا جلا نه دي، بلکې په یوه واحده نړیواله معادله کې سره تړلې دي. یعنی تایوان په ختیځه آسیا کې د فشار اهرم دی، خو  موخه یې یوازې د آسیا امنیتي توازن نه، بلکې د چین له لارې پر ایران او د منځني ختیځ پر معادلاتو اغېز هم دی.

ستراتیژیک او کمیابه فلزات

ددې سفر بله مهمه موضوع د نادره فلزاتو مسئله وه. په ظاهره دا مواد یوازې صنعتي خام مواد ښکاري، خو په معاصر نړیوال سیاست کې یې اهمیت د شلمې پېړۍ د نفتو له ارزښت سره د مقایسې وړ دی. هغه دولت چې د دغو فلزاتو پر استخراج، تصفیه او صادراتو کنټرول ولري، په حقیقت کې د راتلونکي صنعتي، پوځي او ټکنالوژیک ځواک پر بنسټونو ژور اغېز لرلی شي. چین په نړیوال بازار کې د کمیابه فلزاتو د تولید او په ځانګړي ډول د تصفیې په برخه کې غالب رول لري. دغه عناصر لکه نېوډیمیم، ډیسپروزیم، لیتیوم او تربیم د پرمختللو وسلو، برقي موټرو، نیمه‌رسانا چپونو، مخابراتي تجهیزاتو او د مصنوعي ځیرکتیا اړوند ډیجیټلي زېربناوو کې اساسي رول لري(8).

دا فلزات د چین لپاره د خاموشې وسلې حیثیت لري، ځکه چین ته دا فرصت ورکوي چې پرته له مستقیم نظامي تقابل څخه د امریکا پر حساسو صنعتي سکتورونو فشار وارد کړي. که چین د دغو موادو صادرات محدود کړي، د امریکا دفاعي صنعت، برقي موټر جوړونه، چپ‌صنعت او د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ له جدي ستونزو سره مخ کېدای شي. نو د نادره فلزاتو کنټرول د چین لپاره د اقتصادي نفوذ، ستراتیژیکې بازدارندګۍ او نړیوالې چنې وهلو مهم ابزار ګرځېدلي دي.(9) په همدې چوکاټ کې د ټرمپ د سفر پر مهال د امریکا ستراتیژیکه غوښتنه له چین څخه دا وه چې د کمیابه فلزاتو موضوع د جیوپولیټیک فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي، څو نړیوال اکمالاتي زنځیرونه باثباته شي.

په افغانستان د دې سفر اغېزې

چین ته د ټرمپ د سفر له اجنډا څخه راټوکېدونکې ستراتیژیکې موضوعګانې، لکه په ایران د فشار مسئله، د هرمز امنیت، د نادرو او ستراتیژیکو فلزاتو مدیریت، د ټکنالوژۍ او انرژۍ نړیواله سیالي، که څه هم په ظاهره د دوو سترو قدرتونو ترمنځ ده، خو دا تحولات د نړۍ په اقتصادي، امنیتي او سیاسي چارو د اغېز ښندلو تر څنګ په سیمه ییزو ترتیباتو هم ژور اغېز لري، نو له همدې امله، د دې سفر اغېزې یوازې د لویو قدرتونو په اړیکو کې نه محدودېږي. افغانستان د څلورو سیمه ییزو ترتیباتو د زړه او اتصالي موقعیت سره سره د چین او ایران ګاونډی دی. افغانستان، که څه هم د دې سفر مستقیم اړخ نه دی، خو د پورته امتیازاتو په درلودلو سره د نړیوالو او سیمه‌ییزو بدلونونو له اغېزو خوندي نه دی او ددې سفر ممکنه اغېزې به پرې لاندې وي:
  1. نړیوال اقتصاد په تدریجي ډول د نفتو له محور څخه د لیتیمو، مسو او نادرو فلزاتو پر محور راڅرخي. په دې تحول کې د افغانستان پراخې معدني زېرمې هېواد ته ځانګړی ستراتیژیک اهمیت ورکوي. دا سرچینې کولای شي افغانستان د نړیوالو پانګونو، صنعتي زېربناوو او اقتصادي تحول لپاره مهم مرکز وګرځوي؛ خو له بلې خوا دا هېواد د قدرتونو په محور هم بدلولای شي.
  2. د چین او امریکا ترمنځ ټکنالوژیکه سیالي د خامو موادو او اکمالاتي زنجیرونو ارزښت څو چنده زیاتوي. چین هڅه کوي د خپلو صنعتي اړتیاوو لپاره دوامدارې معدني سرچینې خوندي کړي او لوېدیځ بیا غواړي چې د چین د انحصاري برلاسۍ لپاره بدیلې لارې ومومي. افغانستان، د خپلې جغرافیې او زېرمو له امله، کولای شي د دې نړیوال زنجیر یوه مهمه کړۍ شي، خو دا اهمیت هغه وخت په ملي ګټه بدلېږي چې هېواد وکولای شي خپل منابع د متوازن سیاست، شفاف مدیریت او ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.
  3. په هرمز تنګي کې هر ډول کړکېچ د انرژۍ نړیوال نرخونه لوړوي او د ترانسپورټ لګښتونه زیاتوي. افغانستان، چې تر ډېره پر وارداتو او سیمه‌ییز تجارت متکي اقتصاد لري، له دې بدلونونو څخه ژر متأثر کېږي.

پایله

چین ته د ټرمپ سفر د معاصر نړیوال سیاست د ژور بدلون، د قدرتونو د مدیریت شوې سیالۍ او د نړیوال نظم د بیا تنظیم نښه ده. په دې سفر کې مطرح شوې اجنډاوې دا ښيي چې د یوویشتمې پېړۍ د قدرت بنسټونه نور یوازې په نظامي ځواک نه، بلکې په ټکنالوژۍ، انرژۍ، اکمالاتي ځنځیرونو او طبیعي سرچینو ولاړ دي. دا سفر په حقیقت کې د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د مدیریت شوې سیالۍ د نوې مرحلې استازیتوب کوي؛ داسې مرحله چې په کې دواړه قدرتونه، سره له ژورو اختلافاتو، هڅه کوي رقابت د کنټرول وړ وساتي او په هغو حیاتي موضوعاتو کې محدود تفاهم رامنځته کړي چې د نړیوال اقتصاد او امنیت ثبات پرې متکي دی. دا سفر د راتلونکو نړیوالو موضوعاتو، لکه نړیوال اقتصاد، امنیت او ټکنالوژي تر څنګ په سیمه‌ییزو ترتیباتو هم ژور اغېز لري. په همدې چوکاټ کې افغانستان د آسیایي سیمه‌ییزو نظمونو د اتصالي او مرکزي نقطې په توګه د دې بدلونونو له اغېزو خوندي نه ده، بلکې له هغوی سره مستقیم او غیر مستقیم تړاو لري.