
له طلوع نیوز سره د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وروستۍ مرکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو سیاسي او امنیتي اختلافاتو په اړه مهم او څرګند پیغامونه لري. په دې مرکه کې هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ستونزو اساسي عوامل بیان کړي او دا یې روښانه کړې ده چې د سیمې اوسنی کړکېچ یوازې د سرحدي شخړو موضوع نه ده، بلکې د ستراتیژیکو محاسبو او سیاسي فشارونو یوه پراخه معادله ده.
د دې اختلافاتو تر ټولو مهمه مسئله ، له هغه څه سره تړاو لري چې پاکستان یې د سرحد په توګه د منلو هڅه کوي. اسلاماباد غواړي چې د ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي نړیوال سرحد په توګه پر افغانانو تحمیل کړي. خو د افغانستان په سیاسي او تاریخي ادبیاتو کې دا کرښه د استعماري دورې میراث بلل کېږي او د افغانانو غوڅ اکثریت یې د رسمي سرحد په توګه نه مني. له همدې امله، د دې کرښې مسئله یوازې جغرافیایي نه ده، بلکې د ملي هویت او تاریخي حقونو له بحث سره هم تړاو لري. د افغانستان ددفاع وزیر واضحه کړه چې حکومتونه ددې کرښې موضوع نه شي هوارولی ، بلکه دا د افغانستان د ټول ولس له تصمیم او غوښتنې پورې تړلې موضوع ده.
بل مهم ټکی چې په مرکه کې ورته اشاره شوې، د افغانستان پر بهرني سیاست د پاکستان د نفوذ هڅه ده. د افغان چارواکو په باور، اسلاماباد هڅه کوي چې کابل د خپلو سیمهییزو ستراتیژیکو اهدافو تابع وساتي او د افغانستان خپلواکه بهرنۍ تګلاره محدوده کړي. دا موضوع د افغانستان د دولتونو لپاره له اوږدې مودې راهیسې یوه حساسه مسئله پاتې شوې ده، ځکه افغانان غواړي خپلې بهرنۍ اړیکي د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي، نه د ګاونډیو هېوادونو د فشارونو له مخې.
د امنیتي مسایلو په برخه کې پاکستان په تکراري ډول ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا (ټي. ټي.پي) غړي په افغانستان کې حضور لري او له همدې ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي. خو افغان لوری دا ادعاوې ردوي او وایي چې پاکستان د همدې پلمې په اساس څو ځله د افغانستان پر خاوره پوځي بریدونه کړي دي. د افغان چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې زیاتره ملکي وګړي شهیدان شوي او د هېواد بنسټیزو تاسیساتو ته زیان اوښتی دی، چې دا کار د نړیوالو اصولو او د دولتونو د حاکمیت له اصولو سره په ټکر کې بلل کېږي.
پاکستان له اقتصادي او بشري وسیلو څخه هم د سیاسي فشار د ابزارو په توګه کار اخلي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لارې وخت ناوخت تړل کېږي او په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له فشارونو سره مخ کېږي. د ښاغلی مولوي یعقوب مجاهد په باور، دا اقدامات هغه مهال زیاتېږي کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اختلافات زیات شي. دا ډول سیاست نه یوازې اقتصادي زیانونه رامنځته کوي، بلکې د دواړو ملتونو ترمنځ باور هم کمزوری کوي.
له بلې خوا، افغان لوری باور لري چې پر افغانستان د پوځي فشار کارول د پاکستان لپاره یوه ستراتیژیکه تېروتنه ده. د افغانستان معاصر تاریخ ښيي چې افغانانو د نړۍ له سترو قدرتونو سره اوږدې جګړې کړې دي او د خپلواکۍ په دفاع کې یې تسلیمي نه ده منلې. له همدې امله، افغانان باور لري چې د زور سیاست به ستونزې حل نه کړي، بلکې کړکېچ به نور هم ژور کړي.
په دې بحث کې یو مهم ټکی دا هم دی چې افغانان د پاکستان له ولس سره دښمني نه لري. د افغانستان ډېرې سیاسي څېرې ټینګار کوي چې د افغانانو اختلاف د پاکستان له ولس سره نه، بلکې د هغه هېواد له پوځي او امنیتي جوړښت سره دی چې د سیمې په سیاست کې مهم رول لري. د دوی په باور، دغه کړۍ کله ناکله د سیمهییزو سیالیو او نړیوالو ستراتیژیکو لوبو د یوې برخې په توګه د ناامنۍ فضا ایجادوي.
هممهاله د افغانستان پر حریم د پاکستان وروستیو بریدونو یو بل مهم سیاسي اغېز هم درلود: د افغانستان دننه یې د ملي یووالي فضا پیاوړې کړه. حتی هغه سیاسي ډلې او شخصیتونه چې له اسلامي امارت سره اختلاف لري، د بهرني تجاوز په وړاندې یې د اسلامي امارت د ملي دریځ ملاتړ کړی. دا موضوع ښيي چې د ملي حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا موضوع د افغانانو لپاره له سیاسي اختلافاتو پورته ارزښت لري.
سره له دې ټولو، ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې افغانستان د جګړې غوښتونکی نه دی. د هغه په وینا، کابل د ستونزو د حل لپاره د خبرو، تفاهم او مذاکراتو لاره غوره ګڼي. دا دریځ د سیمې د ثبات لپاره هم مهم بلل کېږي، ځکه جګړه د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي او امنیتي زیانونه زیاتوي.
په پای کې، د سیمې ستراتیژیک وضعیت هم د دې کړکېچ پر معادله اغېز لري. ځینې شنونکي باور لري چې پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې د ترهګرۍ له پدیدې څخه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی. په داسې حال کې چې د منځني ختیځ وضعیت ورځ تر بلې پیچلی کېږي، دا اندېښنه هم شته چې پاکستان ښايي د سیمهییزو جګړو لمن جنوبي اسیا ته وغځوي. چې دا به د ټولې سیمې لپاره د یو جدي ګواښ او ناورین سبب وګرځي.
له همدې امله، د جنوبي اسیا ثبات د سیمهییزو همکاریو، باور جوړونې او د متقابل احترام پر بنسټ د سیاستونو غوښتنه کوي، نه د جنګ او نظامی تجاوز.
