د افغانستان-پاکستان ترانزیتي سوداګرۍ تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو، د دې دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ یو مهم، خو جنجالي سوداګریز تړون دی. په اصل کې، دا تړون د سیمهییز اتصال د پراختیا او اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره جوړ شو، خو بدبختانه له پیل نه تر اوسه دا تړون له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی او هغه څه یې نه دي ترلاسه کړي چې تمه یې کیده.
له کلونو راهیسې، پاکستان ددې تړون د عملي او منصفانه تطبیق په پروسه کې یو لړ خنډونه رامنځته کړي چې د دې تړون ګټې یې کمې کړي دي، او په نتیجه کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده. دغه ستونزې او له دې سره تړلي جیوپولیټیکي ګواښونه د دې لامل شوي چې افغانستان له جنوبي اسیا سره د خپل تجارت لپاره بدیلې لارې ولټوي.
که پاکستان غواړي خپلې دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې بیا پیاوړې کړي او متقابلې ګټې ترلاسه کړي، نو باید د دې تړون سخت شرایط نرم کړي او د افغان-هند د سوداګریزو اړیکو په برخه کې نورو اقتصادي تعاملاتو ته لاره هواره کړي.
د افغانستان-پاکستان ټرانزیټی تجارتی تړون تارخچه:
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریز تړون ریښې ۱۹۶۵ کال ته ورګرځي، کله چې هغه مهال د افغانستان ترانزیتي سوداګرۍ تړون لاسلیک شو، په دې تړون کې افغانستان ته اجازه ورکړل شوه چې د پاکستاني بندرونو له لارې د محصول فیس څخه پرته مالونه وارد کړي، او دې تړون نړيوالو سوداګریزو لارو ته د افغانستان مستقیم لاسرسی برابر کړ. خو دا تړون یو اړخیز و، او پاکستان ته یې د دې حق نه و ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه د پخواني شوروي اتحاد یا وروسته د منځنۍ آسیا هېوادونو ته خپل محصولات صادر کړي.
دا یو اړخیز والی د پاکستان لپاره له ډېرې مودې راهیسې یوه لویه مسئله وه. په ۲۰۱۰ کال کې هڅه وشوه چې د دې یو طرفه تړون پرځای، یو متوازن سوداګریز چوکاټ رامنځته شي. داسې یو متوازن تړون چې هم د افغانستان ترانزیتي سوداګری او اقتصاد پیاوړی کړی او هم د پاکستان لپاره منځنۍ اسیا ته د ترانزیټ او تجارت زمینه برابره کړل شي او همدارنګه د سیمهییز اتصال په برخه کې به هم مهم رول ولوبوي. د افغانستان د حکومت لخوا ډیره هڅه وشوه چې دا تړون موثریت پیداکړی او د دواړو هیوادونو ترانزیتی سوداګرۍ ته پراختیا ورکړی. خو له بده مرغه، د پاکستان لخوا جوړ شوي خنډونه د دې تړون د بریا مخه نیسي.
د دې تړون پر وړاندې د پاکستان لخوا خنډونه
سره له دې چې دا تړون د افغانستان او پاکستان د ترانزیتی تجارت د پراختیا لپاره لوی او ګټور امکانات لري، خو پاکستان له کلونو راهیسې داسې تدابیر غوره کړي چې د افغانستان توان یې محدود کړی او د دې تړون ګټې یې نه دي ترلاسه کړي. د افغانستان د حکومت یو اساسي شکایت د هند سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې د محدودیتونو په اړه دی. ددې تړون د مفادو په رڼا کې، افغاني موټرونو ته اجازه ورکړل شوې ده چې خپل محصولات د پاکستان له لارې د هند مقاصدو ته ورسوي او په واګه بندر کې یې ښکته کړي، خو هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې د هند محصولات بېرته د پاکستان له لارې افغانستان ته یوسي. دا یو اړخیز محدودیت د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته زیان رسوي او په پاکستان کې د ترانزیتي تګلارو د مدیریت یوه لویه ستونزه په ګوته کوي.
پاکستان دا محدودیت په دې دلیل توجیه کوي چې که افغان موټرونو ته اجازه ورکړل شي چې د هند محصولات بېرته د پاکستان له لارې یوسي، دا به په پاکستان کې د هندي محصولاتو د تور بازار د پراختیا لامل شي. خو د افغانستان له نظره، دا محدودیت یو لوی اقتصادي زیان دی. هند د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی، په ځانګړې توګه په داسې برخو کې لکه ټوکر، وچې مېوې او درمل. د پاکستان له لارې د دې سوداګرۍ مخنیوی د افغانستان لپاره د بازارونو د تنوع د مخنیوي او د ترانزیتي محدودیت په معنا دی.
پر دې سربېره، پاکستان په بیا بیا د سیاسي او امنیتي اختلافاتو له کبله، له افغانستان سره خپلې پولي او تجارتي لارې تړلي دي. دغه بندیزونه د افغانستان په اقتصاد کې سخت تاوان رسوي، چې په نتیجه کې د افغانستان په بازارونو کې د بیو زیاتوالی رامنځته کېږي. دا وضعیت د دې سبب شوی چې افغانستان په پاکستان باندې د یو ثابت سوداګریز شریک په توګه اعتماد ونه کړي او بدیلې لارې او همکارۍ وپلټي.
د پاکستان لپاره منفی نتایج
ددې تړون د موثر تطبیق د مخنیوی له کبله او په دې برخه کې د پاکستان لخوا ایجاد شوي خنډونه پخپله د پاکستان لپاره هم بې پایلو او منفي اغیزو نه دي پاتې شوي. په تېرو کلونو کې، افغانستان د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلي لارې موندلي او په پاکستان باندې یې خپل اقتصادي تکیه راکمه کړې ده. په ځانګړې توګه، افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره نوي ترانزیتي تړونونه لاسلیک کړي او ځان یې د منځنۍ آسیا د سوداګریزو لارو برخه ګرځولې ده. له ایران سره د افغانستان سوداګري هم ۲۵ سلنه لوړه شوې ده، پداسې حال کې چې د پاکستان صادرات افغانستان ته په چټکۍ سره کم شوي دي. په ۲۰۱۱ کال کې چې د پاکستان صادرات افغانستان ته درې میلیارده ډالرو ته رسېدل، په ۲۰۱۷ کې دا شمېره یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوه. دا بدلون روښانه پیغام ورکوي چې افغانستان نور د پاکستان د سختو سوداګریزو پالیسیو تابع نه دی او د خپلواک اقتصادي راتلونکي په لټه کې دی.
په ۲۰۱۷ کال کې، افغان ولسمشر اشرف غني یو زړور ګام پورته کړ او د افغانستان خاورې ته د پاکستاني موټرونو د ننوتلو بندیز یې اعلان کړ. دا پرېکړه په مستقیم ډول د پاکستان لخوا د افغان-هندي سوداګرۍ د نه منلو په ځواب کې وه. دې پرېکړې پاکستان اړ کړ چې خپل محصولات په پوله کې ښکته کړي او بیا یې افغان موټرونه د افغانستان نورو برخو ته ورسوي. دا یو څرګند پیغام و چې افغانستان به نور د یو اړخیزو ترانزیتي پالیسیو منلو ته تیار نه وي.
له دې ټولو ستونزو سره سره، افغانستان د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړ چې په دې اقدام سره افغانستان وکولای شول چې د نړۍ په اقتصادي نظام کې له تبعیضی سلوکه پرته، ځان دخیل کړي.
د راتلونکي لار: د محدودیتونو نرمول او د سوداګرۍ پراخول
د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې شي، پاکستان باید په دې تړون کې وضع شوی یو طرفه محدودیتونه نرم کړي. په ځانګړې توګه، د افغان-هندي سوداګرۍ په برخه کې د انعطاف منونکي چلند غوره کول به نه یوازې د افغانستان سره اړیکې ورغوي، بلکې د پاکستان لپاره به هم نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي. افغانستان د جنوبي آسیا، منځنۍ آسیا او منځني ختیځ په څلورلاره کې پروت دی، او د پاکستان لپاره د دې سیمو طبیعي منابعو او سوداګریزو لارو ته د لاسرسي لپاره د افغانستان همکاري ضروري ده.
د دې تړون د عملي تطبیق په برخه کې د پاکستان محدودونکی دریځ په زیاتېدونکې توګه د دې هېواد د ستراتیژیکو ګټو په وړاندې ښکاري. په داسې حال کې چې افغانستان له هند، ایران او منځنۍ آسیا سره قوي او لویې اقتصادي اړیکې رامنځته کړي دي، پاکستان د دې خطر سره مخ دی چې د افغانستان د سوداګریز شریک په توګه خپل لومړیتوب له لاسه ورکړي.
له همدې امله، پاکستان ته په کار ده چې د افغانستان-پاکستان د ترانزیټي سوداکرۍ تړون شرایط بیا وڅېړي او یو داسې تړون ته لاره هواره کړي چې دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي.