د هندوکش په غرنیو غېږو کې پروت افغانستان، له پخوا راهیسې د خپل بډایه کلتوري تنوع، په زړه پورې تاریخ او ددې ستر هیواد د وګړو د زغم او زړورتیا لپاره ستایل شوی دی. سره له دې چې د دې هېواد تېر او اوسني وختونه له شخړو ډک دي، د افغانستان اصلي ځانګړتیا د جرګو مرکو، همپالنې، دوستۍ او سولې په ظرفیت کې ده چې د دې هېواد د بډایه کلتوري میراث په رنګینو تارونو کې اوبدل شوې ده.
له پېړیو پېړیو راهیسې افغانستان د مختلفو تمدنونو او رنګارنګ کلتورونو یوه ګډه او متنوعه هډه پاتې شوې ده، چې بېلابېل قومونه، مختلفې ژبې او رنګارنګ دودونه سره یو ځای شوي او یوه رنګینه کلتوري مجموعه یې جوړه کړې ده. د کابل له ګڼه ګوڼې ډکو بازارونو څخه نیولې د پنجشیر، بامیان او لویې پکتیا تر ارامو درو پورې، د مېلمه پالنې او دوستۍ روحیه د افغانانو د ژوند په هره برخه کې خوره ده. دا همپالنه په افغاني ټولنه کې غوره بیلګې لري، چې د افغاني ټولنې دودیزه کړنلاره ده او په مېلمه پالنې، وفادارۍ او عزت باندې ټینګار کوي.
د افغانستان د کلتور په زړه کې د جرګې بنسټ پروت دی، جرګه یا یوه دودیزه غونډه چیرې چې مشران او د ټولنې نور وګړي سره راټولیږي ترڅو شخړې حل کړي، تړونونه رامنځته کړي او د نظر اتفاق ترلاسه کړي. د جرګو او مرکو په دې سپېڅلې فضا کې، شخړې او ولسي جنجالونه د خبرو، منځګړیتوب او روغې جوړې له لارې په سولې بدلېږي. دا لرغونی دود، د افغانانو هغه ارزښتونه په ډاګه کوي چې په تنوع کې یووالی او همغږي لټوي، اوله توپیرونو او مخالفتونو تېرېږي ترڅو یووالی، روغه جوړه او پیوستون رامنځته کړي.
خو، د افغانستان د ولسونو د سولې او ثبات دا تاریخي سفر، همیشه د بهرنیو د تیري، مداخلې، او نیابتي جګړو د تورو تبارو لخوا ځورول شوی او ټکنی شوی دی. له ۱۹۸۰ کلونو د شوروي یرغل څخه نیولې تر کورنیو جګړو او د تروریزم په وړاندې د جګړې په نوم د امریکایی اشغال پورې، افغانستان د بهرنیو ځواکونو د تجاوز، اغیز او کنټرول لپاره د جګړو قرباني وو او ډیر زیانونه یې زغملي دي.
سره له دې چې د بهرنیو مداخلو او دوامداره جګړو له امله، په افغانستان کې ګڼې ستونزې را منځ ته شوې دي، خو د زغم او ثبات روحیه د افغانانو تر منځ لا تر اوسه هماغسې ژوندۍ پاتې ده. د کابل له ګڼه ګوڼه ډکو کوڅو څخه نیولې د کندهار تر لرې پرتو کلیو پورې، افغانان لاهم خپل کلتوري میراث لمانځي، د دوستۍ او پیوستون اړیکې رامنځ ته کوي چې د قوم، ژبې، او مذهب د توبیرونو او مخالفتونو خنډونه له منځه وړي.
په ډیرو سختو شرایطو کې، د پښتونولۍ اصول او د جرګې دود، ددې ویاړلی ملت لپاره د امید څراغونه بلل کیږي، چې افغاني ټولنه د تر ټولو تیارو ورځو نه د سولې او رڼایي لور ته رهبري کوي. د پښتونولۍ په اصولو کې د مېلمه پالنې او عزت ټینګار، د مهربانۍ او خواخوږۍ کړنې هڅوي، او د پردیو ترمنځ د خپلولو او دوستۍ احساس رامنځ ته کوي. همدارنګه، جرګه د خبرو او روغې جوړې لپاره یو داسې پلیټ فارم برابروي، چې په شخړه کې ښکیلو اړخونو ته اجازه ورکوي چې د تفاهم لپاره ګډ ټکي پیدا کړي او د سولې په لور خپله لاره وټاکي.
لکه څنګه چې افغانستان د لسیزو جګړو او شخړو وروسته د بیا رغونې او روغې جوړې له پېچلتیاوو سره لاس و ګرېوان دی، د دې هېواد د کلتوري میراث د ساتنې او ترویج اهمیت له پخوا لا ډیر زیات احساسیږي. هغه کلتوري ابتکارات چې تنوع لمانځي، خبرو ته وده ورکوي، او د پوهېدنې احساس رامنځته کوي، د روغې جوړې د پُلونو جوړولو او د جګړې د زخمونو د رغولو په پروسه کې ډیر مهم رول لري.
همدارنګه، هغه هڅې چې سیمه ییزو ټولنو ته ځواک ورکوي او دودیز بنسټونه لکه جرګه پیاوړي کوي، کولی شي د دوامدارې سولې په راوستو اود شخړو په حل کې مرسته وکړي. د افغانستان د مشرانو او د ټولنې د رهبرانو په مثبتو اقداماتو او د ملي احساس په لرلو سره، افغانستان کولی شي له خپل بډایه کلتوري میراث څخه استفاده وکړي ترڅو د همپالنې، دوستۍ او سولې د راتلونکي لپاره ځان ته لاره هواره کړي.
په پای کې، د افغانستان کلتوري جوړښت د همپالنې، دوستۍ او سولې په رنګینو تارونو سره اوبدل شوی دی، چې د دې هېواد په تاریخي میراث او دودونو کې ژوره ریښه لري. سره له دې چې د شخړو او بهرنیو مداخلو له امله ګڼې ستونزې او ننګونې موجودې دي، خو د افغانانو د زغم او یووالي روحیه لا هم ژوندۍ ده. د پښتونولۍ د اصولو او د جرګې د دود له لارې، افغانستان د شخړو د حل او د دایمي روغې جوړې د را منځ ته کولو له یو تاریخي ازمایښت سره مخامخ دی.
سره له دې چې د تلپاتې سولې او ثبات د راوستو په برخه کې لا ډیرې ستونزې موجودې دي، خو افغان ولس له خپل بډایه کلتوري میراث څخه ټینګ ځواک او هیله بښونکی امید ترلاسه کوي، ترڅو د یو روښانه راتلونکي لپاره د همغږۍ، ورورګلوۍ او تفاهم یوې دوستانه فضا ته لاره هواره کړي او بالاخره په دې ښکلي او رنګین هیواد کې د دایمي سولې او تلپاتې ثبات لپاره زمینه مساعده شي.