له انزوا تر اتصال پورې: افغانستان او د یو کمربند او یوې لارې نوښت کې یې رول

24 سرطان 1404

1000088793.jpg

کابل، افغانستان – د افغانستان د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ (AISRS) د روان کال د سرطان په ٢٤مه،  په کابل کې یوه مهمه علمي غونډه تر سره کړه، چې سرلیک یې و: "د اتصال څلور لارې: د یو کمربند او یوې لارې ابتکار کې د افغانستان رول". دا غونډه د افغانستان په زیاتېدونکي ستراتیژیک اهمیت  او سیمه ییز اتصال کې د افغانستان په رول متمرکزه وه، په ځانګړي ډول د چین د کمربند او سړک سترې اقتصادي پروژې (BRI) په چوکاټ کې.

په دغه کنفرانس کې د دولت لوړپوړو چارواکو، ډیپلوماټانو، او علمي څېرو ګډون کړی و، د بحث ګډونوالو دا موضوع و ارزوله چې افغانستان، چې د آسیا زړه ګڼل کېږي، څنګه کولای شي د سیمې لپاره یو مهم د ترانزیت او سوداګرۍ دهلېز شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي، په خپلو خبرو کې د افغانستان ژمنتیا د سیمې له اقتصادي یووالي سره څرګنده کړه او ویې ویل چې هیواد یې د BRI له لارې د زیربنایي پانګونې هرکلی کوي.

د چین سفیر، ژاو شینګ، افغانستان د یو "ځمکنۍ پل" په توګه یاد کړ چې کولای شي چین، منځنۍ آسیا، او منځني ختیځ سره ونښلوي، خو ټینګار یې وکړ چې دا نښلول به هغه مهال دوام ومومي، چې سیاسي ثبات او متقابل اعتماد تضمین شي.

په غونډه کې د علمي او دولتي بنسټونو متخصصینو پر BRI کې د افغانستان پر رول خبرې وکړې. له یادو څېرو څخه، د لانژو پوهنتون استاد وان چین، چې د سیمه‌ییز یووالي متخصص دی، او د افغان حکومت چارواکو لکه د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ډاکټر عبدالحي قانت، سیاسي شناند ضیالحق امرخېل او فرهنګي فعال فضل الرحمن اوریا ګډون درلود.

ویناوالو په ټینګار سره وویل چې افغانستان له ځانګړې جغرافیې برخمن دی، چې مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، منځنی ختیځ او چین سره نښلوي. همدا موقعیت افغانستان ته دا فرصت برابروي، چې د BRI په چوکاټ کې د اتصال یو مرکزي دهلېز شي. دوی د زیربناوو، ترانسپورتي لارو، او د انرژۍ د لېږد  پراختیا لپاره پر ګډو او همغږې هڅو ټینګار وکړ.

د بحث یوه مهمه برخه دا وه، چې د پانګونې د جلب، د پروژو د اوږدمهالې بقا، او د سیمې د همغږۍ لپاره د افغانستان سیاسي ثبات حیاتي ارزښت لري. ګډونوالو باور درلود چې د افغانستان فعاله ونډه به نه یوازې د هېواد اقتصادي انزوا پای ته ورسوي، بلکې د سیمې لپاره به ثبات او پراخ اقتصادي فرصتونه هم برابر کړي.

دې غونډې یو مهم پیغام درلود: که افغانستان یوه روښانه ملي ستراتیژي غوره کړي او د نړیوالو همکارۍ ته دوام ورکړي، نو کولای شي له یوه نندارچي هېواد څخه د BRI یو مهم لوبغاړی شي.