د اسلامي امارت نړيوال تصوير کې مثبت بدلون: په نيويارک ټايمز کې د خلیفه سراج الدين حقاني پیژندلیک ته يوه تحليلي کتنه

6 عقرب 1403

haqqani.jpeg

 

په داسې وخت کې چې د نړۍ هېوادونه له يو بل سره په ژورو سياسي اختلافاتو اخته دي، د نيويارک ټايمز لخوا د اکتوبر ۲۴، ۲۰۲۴ نېټې په ګڼه کې د سراج الدين حقاني پیژندلیک، چې خبريالې کرسټينا ګولډبام لیکلی دی، يو ډیر مهم پرمختګ ګڼل کېږي.  دې مرکې د نړۍ لپاره د حقاني نظر او لیدلوری په واضح شکل وړاندې کړی او هغه منفی تصورات او روایتونه  یې وننګول چې د طالبانو د اوسني حکومت په اړه شتون لري، په تېره بیا د ښځو د حقونو او د نجونو د تعليم په اړه  د اسلامی امارت د مشرتابه  دريځ او موقف.  

دا پیژندلیک نه يوازې د اسلامي امارت د مثبت تصویر په جوړولو کې اساسي نقش لوبولای شی، بلکې په جلاوطنۍ کې د طالبانو ضد ډلو دریځ ته یې هم لویه ضربه ورکړې ده  چې د افغانانو په منځ کې د خپل بایللی اعتماد د بیرته تر لاسه کولو په هڅو کې، امارت د يو سخت‌دريځ نظام په توګه معرفي کوي. دې مرکې په داسې مهال نړيوال پام ځان ته ور واړاوه، چې ډېر هېوادونه له افغانستانه غافل و. او افغانستان د سیاسی انزوا په منجلاب کې راګیر وو.

خلیفه سراج الدین حقانی،  لکه څنګه چې په یاده  مقاله کې یې ذکر شوي،  د جنګ په میدان کې له هیبت او عظمت نه ډک نوم وو چې د دښمن په صفونو کې یې هیبت او ویره خپره کړې وه.  له همدې کبله حقاني د مختلفو ټاپو او تورونو هدف هم ګرځیدلی وو.  داسې اشخاص او ډلې، معمولا تنها تر جنګ پورې محدودې وي او په نورو اموراتو کې ناکام پاتې شي.  خو داسې ښکاري چې ښاغلی حقاني په ډیر اشتیاق او رغبت دا پروسه پرمخ بیایي. کومې خبرې چې د نیویارک ټایمز له خپرونې سره ښاغلي حقانی صیب کړي دي او دا نمونه د امارت په په ډیرو نورو مشرانو هم صدق کوي،  چې دوی د دین د اعتلا  او د وطن د ازادۍ لپاره و جنګیدل او اوس د دیني شعایرو په چوکاټ کې خپل سیاست پر مخ بیایي.  اسلامی او دینی احکام هغه څه دی چې افغان ولس پرې باور لري او ملاتړ یې کوي.  کله چې طالبان د ولس په منځ کې وو، د ولسونو د ملاتړ اصلي علت دین او اسلامي مقدساتو ته د طالبانو وفاداري او باور وو،  داسې نه وه چې ګویا طالبان تر نورو ډلو ښه یا بهتر وو.   له ولس سره د طالبانو د وصل یواځینۍ نقطه دین وو.  که نن طالبان د دین د شعایرو په چوکاټ کې د افغان ولس غوښتنو ته پاملرنه کوی او داسې یو معقول د حکمت او تدبیر نه ډک سیاسي موقف نیسی چې هم د اسلام د مقدس دین  حاکمیت پکې محفوظ وي او هم د ولس مشروع غوښتنو او هیلو ته مثبت جواب ووایي،  دا ډول سیاست او کردار په ښکاره څرګندوي چې یو کس چې د دین او وطن لپاره پاکه او سپیڅلې مبارزه کړې وي،  اوس چې په قدرت کې دی او دا ډول موقف نیسی دا ښکاروي چې دا هماغه سپیڅلې لاره وه چې هم د دین دفاع او حاکمیت پکې محفوظ وو او هم د ولس مشروع غوښتنې پکې په نظر کې نیول شوې وي.

که تاریخ ته ځغلند نظر واچوو، افغانان همیشه د جنګ په میدان کې فاتح راوتلي او میدان یې ګټلی دی، خو کله چې سیاست ته راغلی دی،  بدبختانه سیاسي میدان یې بایللی او د خپل جنګ او مبارزې ټولې لاس ته راوړنې او بریاوې یې هم له لاسه تللي دي او یوه بدنامي ورته په میراث پاتې شوې ده. که د مجاهدینو دورې ته وګورو او یا له هغې نه وړاندې ډلو دورې ته ځغلند نظر واچوو، ټول له همدې برخلیک سره مخامخ شوي دي.  اوس هم اوسني سیاسي مسولینو ته عین سرنوشت متوجه ده.  په داسې حال کې چې د جنګ میدان یې ګټلی دی، که د سیاست په میدان کې بریالي نه شي، تولې لاس ته راوړنې به یې په اوبو لاهو شي.

نړیوالو، خصوصا غرب په تیرو شلو کالونو کې له طالبانو یو منفي تصویر درلوده او خپلو ولسونو ته یې طالبان د یوې سخت دریځې او افراطی ډلې په توګه معرفی کړی وو. چې ګویا طالبان په تمدن او ارام ژوند باور نه لري.  اوسمهال که د امارت لوړپوړي چارواکي دا رنګه معتدل او جامع موقف نیسي لکه د نیویارک ټایمز په دې مقاله کې چې خلیفه سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې اظهار کړی دي،  دا رنګه معتدل او جامع موقف هم د جنګ د میدان د فتوحاتو ساتنه ده او هم د سیاست په میدان کې د بریالیتوب ښه نمونه ده.

د طالبانو یوه ستره کامیابی دا وه چې ډیر وخت یې د افغان ولس په منځ کې ځان وساتلای شو او په تیرو شلو کلونو کې د ولس حمایت او ملاتړ د دوی د کامیابۍ اساسي راز وو.  نو که نن د دوی پالیسی د ولسونو د ګتو خلاف وی،  که هغه د ښځو د تعلیم موضوع ده که افغانانو ته د حکومت په مختلفو سطحو کې د کار ورکولو زمینه سازي ده خصوصا په مسلکي او سکتوری برخو کې،  یا نور داسې مسایل دی چې د تحمل او انعطاف پذیرۍ سپارښتنه کوي، که د اسلامی امارت چارواکی دا عملی نه کړي د ولس له کرکې او انزجار سره به مخامخ شي.  د سراج الدین حقاني په دې پیژندلیک کې داسې ښکاری چې دی دې دواړو موضوعاتو ته په ډیر دقت متوجه دی. چې هم نړیوالو ته خپله معتدله سیاسي څیره وښیي او هم خپل ولس ته دا وښیی چې مونږ کومه داسې بیګانه ډله یا ګروپ نه یو چې پر ولس کارونه تحمیل کړو، بلکه د ولس د نفعې او ګټې لپاره د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې هر  نیک اقدام ته چمتو یو.

د اسلامي امارت په اړه د نړيوال تصوير بدلون

له تاریخي لحاظه، د طالبانو په هکله نړيوال نظرونه، په تېره بیا د حقاني په شان شخصيتونو په اړه، د سخت‌دريځۍ او ښځو د حقوقو په اړه د محدودیتونو له دریځونو او روایتونواغېزمن شوي دي. هغه ډلې چې په بهر کې د طالبانو ضد سیاسی فعالیتونه کوي، د خپلو ډلو د بیا مطرح کولو او د افغانانو د اعتماد د بیرته لاس ته راوړلو لپاره  یې اسلامي امارت يو توند او اصلاح‌ناپذیر رژيم بللی دی، خو دا لیکنه اوس د اسلامي امارت په داخل کې پر اساسي موضوعاتو له نوې زاويو بحث کوي او د دوی دريځونه بيانوي، چې له تېرو نظرونو سره يو څه توپير لري.

د اسلامي امارت په باره کې، ددې نوي تصوير اهمیت څو اړخونه لري. لومړی دا چې په دې لیکنه کې يو داسې نوي تصوير وړاندې کړل شوی دی چې د طالبانو رهبري ته نور نړيواله میډیا او ډپلوماتیک حلقات، د افراطي او سخت دریځه افرادو په سترګه نه ګوري، بلکې د اسلامی امارت اوسنی تصوير څو اړخیز او معتدل ښيي. د حقاني له خوا د نجونو د تعليم څخه ملاتړ څرګندول، په ځانګړي ډول يو لوی بدلون دی. دا پر دې دلالت کوي چې امارت په ځينو مسایلو کې د خپلې فکري لارې په اړه بيا کتنه کوي، چې د نړيوالې ټولنې د اړیکو په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته کولای شي.

د نړيوال تعامل لپاره مثبت تصوير جوړول

د دې مرکې پراخه تاثیرات په دې کې دی چې نړيوالو رسنيو او د بېلابېلو هېوادونو په سياسي بحثونو کې یې ځانګړې پاملرنه خپله کړې ده. د ډېرو هېوادونو لپاره چې د اسلامي امارت په اړه له شک سره مخ دي، دا لیکنه کيدای شي يو داسې پېغام ورسوي چې په حقيقت کې اسلامي امارت د تعامل لپاره يو عملي لاره غوره کړې ده. دا د امارت لپاره يوازې د نیک شهرت خبره نه ده، بلکې د سیاسي میدان د بریالیتوب او په نړيواله کچه د رسميت پېژندلو هڅه هم ده. د حقاني له خوا د دې ډول محتاطه دریځ څرګندول د دې لپاره یوه لاره هواروي چې يو شمير هېوادونه د امارت سره پر تعامل فکر وکړي.

دغه ډول هڅې د امارت د مشرتابه له هوښيارۍ او د نړيوالو اړیکو د اهميت د درک ښکارندویي کوي. د نيويارک ټايمز په څېر يوه  نړيواله خپرونه،  چې په لويديځه نړۍ کې ځانګړی ځای او شهرت لري، د امارت لپاره د خبرو او روایت جوړونې يو مهم پلاتفورم دی، چې خپل دریځ نړيوالو ته ورسوي او د مخالفینو په اړه نوي پوښتنې راپورته کړي. له دې سره ممکن د سيمې يو شمېر هېوادونه،  چې له دې مخکې د امريکا د نفوذ له کبله د امارت سره تعامل ته زړه نه ښه کولو، امکان لري خپل دريځ بدل کړي.

د طالبانو ضد ډلو لپاره یوه سیاسي ضربه

دغه مقاله نه يوازې د اسلامي امارت تصوير بدلوې، بلکې د طالبانو ضد ډلو سياسي او تبليغاتي هڅو ته هم زيان رسوي. دا ډلې، چې اوسمهال یې د افغانانو په منځ کې خپل اعتماد او باور له لاسه ورکړی،  اسلامي امارت يو سخت‌دريځ او توند حکومت معرفي کوي، خو د حقاني له خوا د نجونو د تعلیم ملاتړ د دوی له خوا ورکړل شوي تصور ته سخت تاوان رسوي. ددې مرکې اساسي پیغام هغه ډلو ته يو سخت ګوزار دی چې د طالبانو د منفي تصویر د تبلیغ  لپاره نړيوالو ته همدا تصور وړاندې کوي.

د سراج الدین حقاني دا څرګندونې،  په ځانګړي ډول د هغو ګټو او غربي ملاتړ لپاره خنډ رامنځته کوي چې د مقاومت تر نامه لاندې دغه ډلې یې ترلاسه کول غواړي او د ډېرو نړيوالو هېوادونو لپاره چې لاهم د دې ډلو په ملاتړ ولاړ دي، د خبرو لپاره نوي سوالونه راپورته کوي. د امريکا او نورو هېوادونو لپاره ممکنه ده چې له امارت سره پر تعامل له سره فکر وکړي.

د راتلونکې ديپلوماسي لپاره لاره پرانستل

په لویه کچه، دغه مقاله يو داسې ګام ګڼل کېږي چې د اسلامي امارت لپاره د نړيوال تعامل په پراخولو کې د پام وړ اغېز لرلی شي. داسې هېوادونه شته چې له اسلامي امارت سره هيڅ بنيادي مخالفت نه لري، خو د امريکا په رهبرۍ د نړيوالو پالیسیو له کبله زړه نه ښه کوي چې له امارت سره اړيکې جوړې کړي. د اسلامي امارت لخوا له نړيوالو رسنيو سره دا ډول تعامل کولی شي يو شمېر هېوادونو ته زړورتيا ورکړي چې د دوی سره دیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.

د نيويارک ټايمز له خوا د سراج الدین حقاني پیژندلیک نشرول،  د دې لپاره يو مهم ګام ګڼل کېږي چې د افغانستان په اړه نړيواله ټولنه يو نوی او مثبت دريځ غوره کړي. د حقاني له خوا څرګندې شوې معتدلې خبرې دا زيری ورکوي چې افغانستان د يو تدريجي خو رغنده تعامل لپاره لاره برابروي. د نړيوالو اړیکو په ډګر کې،  د ښه پلان شويو پيغامونو او مثبتو روایتونو ایجادولو اغېز ډېری وخت د دوديزې ديپلوماسۍ په څېر اغېزمن وي، او د سراج الدین حقاني دا پیژندلیک د دې مهمې موخې د ترلاسه کولو  لپاره يو ښه مثال دی.

په تاریخی لحاظ، افغانستان ته یو طلایی فرصت میسر شوي دی، افغانستان کې په داسې وخت کې تحول راغلی او یوه واحده قومانده او قوي مرکزي حکومت منځ ته راغلې چې نړیوال نظم په چتکۍ سره په بدلیدو دی او زمونږ سیمه د نوي نړیوال نظم اساسي برخه ده. ډیر هغه قدرتونه چې نوی نړیوال نظم کې به د قدرت اساسی ادرسونه وي،  د افغانستان په ګاونډ کې موجود دی. په داسې شرایطو کې ډیره ضروري ده چې په افغانستان کې یو واحد مرکزی حکومت شتون ولري. ځکه چې ممکن د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره به ډیرې هڅې وشي.  خصوصا غرب به په نظر کې ولری چې له شرقي بلاک سره د تقابل د یو میدان په توګه، له افغانستان نه استفاده وکړي.

په سیمه کې د روان وضعیت نه ښکاري  چې د جنګ څپه د افغانستان له پولو نه په اوښتو ده او نورو سیمو ته په تلو ده.  په اوسنیو حساسو شرایطو کې  د افغانستان اسلامی امارت ته نه تنها یو فرصت میسر شوی دی،  بلکه له یو لوی امتحان سره هم مخامخ دی.  که په دې وخت کې دوی داسې معقول سیاست ولوبولو او د ملت زړ ونه یې لاس ته راوړل او د شریعت په رڼا کې یې د افغانستان د ګټو او پرمختګ لپاره اساسي قدمونه اوچت کړل، دا به د افغانستان د مسیر بدلولو لپاره یوه تاریخي لاره او پیلامه وی.

طالبان،  پرته له دې چې تشریفاتي صفتونه یې وشي یا یې هوایی غیبت وشی، که چیرته وکولای شی چې د شته فرصت نه معقوله ګټه واخلي، دا به یې نه تنها له خپل ثبات او پایښت سره اساسي کومک کړی وي، بلکه د افغانستان په تاریخ کې به یې د یو نوي فصل پرانسته هم کړې وی چې د راتلونکو کالونو لپاره به د یو با ثباته افغانستان لپاره یو پوخ تهداب شي.