د چین ۷۵ کلن سفر: له یوغریب او جنګ ځپلي هیواد څخه تر نړیوال ځواک پورې

9 میزان 1403

china kabul.jpeg

لیکوالان:  د AISRS  د سیمه ایزو چارو څیړونکې ډله

 

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۵مه کليزه د دغه هېواد په معاصر تاريخ کې يو ډیر مهم پړاو دی.  په تېرو اوو لسيزو کې چين له خورا ژورو او بنیادی بدلونونو نه په بریالیتوب را وتلی دی،  او د يوې جګړې ځپلې، کرنيزې ټولنې له کنډوالو څخه په يو ډېر متحرک او اغېزمن نړيوال زبرځواک بدل شوی دی.  د دې ۷۵-کلن سفر بهیر د اقتصادي ودې، پوځي عصري کولو، سوله ایزې ډیپلوماسۍ، او سیمه ایز اتصال یوه اوږده او کامیابه کیسه ده چې ددې لاس ته راوړنو او پرمختګونو له برکته، نن چین د نړی د لویو اقتصادي، نظامي او سیاسي قدرتونو په اول کتار کې ځای موندلای دی.  

 

لومړني بنسټونه او اقتصادي وده

کله چې په ١٩٤٩ کال کې د ماو زي ډونګ په مشرۍ د چين ولسي جمهوريت رامنځته شو، دغه هېواد له سترو ننګونو او ګڼ شمیر اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو.  چین په لویه کچه یو کرنیز او زراعتي اقتصاد و، چې د کلونو کورنیو جګړو، بهرني اشغال او داخلي جګړو له امله ویجاړ شوی و. او چینایی ټولنه له سختو اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان وه،‌ خو د چین کمونست ګوند چې تازه په چین کې قدرت ته رسیدلی وو، د ملت او د خپل هیواد د اقتصادي وضعیت د بیارغونې یوه کامیابه او موثره هڅه وکړه  او د یو لړ موثرو او دقیقو سنجول شویو اقتصادي پالیسیو او سیاسي تګلارو له لارې یې د خپل هیواد د وران او ویجاړ اقتصاد په کالبوت کې یوه نوې ساه وپوکله.

په لومړنیو لسیزو کې د چین د صنعتي کولو هڅې وشوې، مګر تر ۱۹۸۰ لسیزې پورې دې هڅو کومه ملموسه او څرګنده نتیجه ور نه کړه.  خو په ۱۹۸۰ کال کې د ډینګ ژیاوپینګ په مشرۍ چین په حقیقي ا او عملي ډول د بې ساري اقتصادي پرمختګ لپاره لاره جوړه او هواره کړه.  د ډینګ  اقتصادي اصلاحات، چې ډیری وختونه د هغه د مشهوره جملې "بډایه کیدل عالي دي"،  لنډیز کوي ، د تړلي او منحصر اقتصاد څخه د ازاد بازار پر بنسټ  ولاړ اقتصادي سیسټم ته د تغیر لپاره د پام وړ اقدامات را منځ ته کړل. د چین دې نوي اقتصادي سیاست بهرنۍ پانګونې ته د چين دروازې پرانيستې، خصوصي تصديو ته د ودې اجازه ورکړل شوه او پر اقتصادي فعاليتونو د مرکزي کنټرول  او بندیزونو له منځه وړلو پر مټ اود بهرنۍ سوداګري پر راجلبولو د چین اقتصادي ماشین په چټګ او موثر ډول په حرکت راغی.

د ځانګړو اقتصادي زونونه لکه د (شینزین اقتصادی زون)، پر تاسیسولو، چین وکولای شول خپل هیواد د پرمختګ، اختراعاتو او د بهرني تجارت او سرمایې د جلب او جذب په مرکز بدل کړي چې همدې مبتکرو اقتصادی اصلاحاتو د چین لپاره زمینه برابره کړه ترڅو په نړیوال اقتصاد کې ځان مدغم کړای شي.

د ۲۱ مې پیړۍ په پیل کې، چین د نړۍ په کچه د هیوادونو لپاره د توکو تولیدولو د یو پراخه بنسټ په ایجادولو سره  د نړی په فابریکې بدل شو. د هیواد ناخالص تولید اسمان ته ورسید، ملیونونه خلکو ته د روزګار امکانات برابرشول او ملیونونه انسانان یې له بې وزلۍ څخه وژغورل.  د چین دغو اقتصاي زیربناوو په خورا سرعت سره وده وکړه او چین یې په یو پر مختللي او مترقي هیواد بدل کړ.  د چین واړه ښارونه او کلي په پراخه او پر مخ تللو ښارګوټو بدل شول،  چې د تیز سرعت لرونکو ریل ګاډو، پرمخ تللو نقلیه وسایطو ،  پراخو او سریع السیره سړکونو او د داسې سمندري بندرونو او ګودرونو په واسطه سره ونښلول شول چې په نړۍ کې ترټولو بوخت  او له کارو باري بیروباره ډک او بوخت بندرونه وو.

 

د یو سوله ایز نظامي ځواک جوړیدل

د خپل اقتصادي پرمختګ او صنعتي انکشاف سره موازي، چین خپل پوځ او نظامي تاسیسات هم عصري کړل. چین د خپل پوځ په عصری کولو او جوړولو کې د (سوله ایزې) ستراتيژی نکتې ته د اساس په توګه توجه وکړه. د چین د خلکو د ازادي د پوځ  دغه سوله ایزه ستراتيژي په (دفاعي فلسفه) ولاړه وه، نه په متجاوزه یا د تیري او (تجاوز په فلسفه).  د چين د نظامي قوتونو او پوځ دغه دفاعی او سوله ایزه ستراتيژي، د چین د هغې اوږدمهالی بهرنی تګلارې نه سرچینه اخیستې،  چې د نورو هیوادونو په چارو کې د نه لاس وهلو (عدم مداخلې) او د یو سوله ایز نړیوال چاپیریال په ساتلو مبتني ده.

خو لکه څرنګه چې په نړی کې د چين اقتصادي نفوذ زيات شو او چین د نړی په بیلابیلو هیوادونو او سیمو کې اقتصادي سرمایه ګذاري‌ وکړه، نو د چین لپاره په بهر کې د خپلو ګټو د ساتلو اړتيا هم پيدا شوه.  ددې اقتصادي ګټو د ساتنې لپاره، چین یو پیاوړی پوځي ځواک جوړ کړی، چې اوس په نړۍ کې د ترټولو ځواکمنو هیوادونو په کتار کې ځای لري. د چین د پوځ د عصري کولو اقدامات په  اساسي توګه د عصري نظامي  ټیکنالوژۍ پر پراختیا باندې تمرکز کوي، چې په دې عصري نظامي ټکنالوژي کې د توغندیو دفاعي سیسټمونه، سمندري ځواک، او د مجازي فضا کنټرول (سایبري) وړتیاوې شاملې دي.  د خپل نظامي‌ ځواک او دفاعی ټکنالوژي د انکشاف او عصري کولوسره سره،  چين د سوله ييز پرمختګ پر تګلارې ټينګار کړی او نړيوالې ټولنې ته يې ډاډ ورکړی، چې د دوی پوځي ارمانونه په نړيواله کچه د تسلط او جارحانه پراختيا په موخه نه، بلکې له خپل حاکميت څخه د دفاع، د خپلو اقتصادي ګټو د ساتلو او د نړيوالې ټولنې او نړیوال نظم د ساتنې په موخه دي.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملياتو، بشري ماموريتونو او په نړيوالو فورمونو کې د چين ګډون او رهبری کونکی نقش،  د نړیوال ثبات او سولې لپاره د يو ځواک په توګه د چین د هیلو او ارمانونو ښکارندویی کوي.  په داسې حال کې چې په سیمه کې یو لړ سیمه ییز تاوتریخوالي او امنیتي بحرانونه جریان لري، په ځانګړې توګه د جنوبي چین سمندرګي کې، خو د چین نظامی ستراتیژي په عمده توګه دفاعي پاتې ده، او د چین دا سوله ایزه او دفاعی ډیپلوماسۍ  د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل ملاتړ کوي.

 

د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو جوړول

د يو لوی اقتصادي ځواک په توګه د چين د را څرګندیدو اساسي عامل په ټوله نړۍ کې د پراخو سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د رامنځته کولو امکانات وو چې چین یې‌ په یو لوی نړیوال اقتصادي قدرت مبدل کړ.  په تېرو ٧٥ کلونو کې چين له يو نسبتا جلا، غریب او جګړه ځپلي هېواد څخه دجهان په سطح د دوهم ستر اقتصاد په توګه را څرګند شوی چې له نړیوالو بازارونو او تجارتي‌ معاملاتو سره ژورې اړیکې او اقتصادي معاملات لري.

په کال ۲۰۰۱ کې په نړیوال تجارتي سازمان کې د چین غړیتوب،  ددې هیواد په اقتصادي تاریخ کې یوه د عطف نقطه وه.  په نړیوال تجارتي‌ سازمان کې غړیتوب  چین ته دا اجازه ورکړه چې نړیوالو بازارونو ته پراخه لاسرسی ولري او د همدې پراخ لاس رسی له برکته،  چین ډیر ژر په نړیواله سوداګرۍ کې یو مهم او اساسي لوبغاړی شو.  نن ورځ چين د نړي د ډېرو هېوادونو لپاره،  په تېره بيا په اسيا، افريقا او لاتينې امريکا کې تر ټولو لوی سوداګريز ملګری دی.  چین په ټوله نړۍ کې د زیربنایي پروژو او پراختیایي نوښتونو د تمویلولو په برخه کې د یو لوی پانګه اچونکي هیواد په توګه را څرګند شو.  په ځانګړې توګه د (یو کمربند او یوې لارې) د ابتکار په پیل کولو سره یې د نړئ په ګڼ شمیر هیوادونو کې په زیر بنایی پروژو او پراختیایی نوښتونو کې سرمایه ګذاری وکړه.

د چين په ۷۵ کلن سفر کې د یو کمربند او یوې لارې نوښت ډېر اهميت لري، چې د اقتصادي اتصال او بنسټيزو تاسيساتو د پرمختګ په برخه کې له سيمه ييز ځواک څخه یو مهم او تاثیر ګذار نړيوال رهبر ته د چین د لېږد سمبول دی.  په  ٢٠١٣  کال کې په لاره اچول شوی دا مهمه زیربنایی پروژه، په آسیا، اروپا او افریقا کې د زیربنایي اړیکو د پراختیا له لارې د نړیوالې سوداګرۍ، پانګونې او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د چین اقتصادي لیدلوری انځوروي. 

دې مهمې پروژې،  چین ددې اعتبار وړ ګرځولی دی چې په نړۍ او خصوصا په سیمه کې خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړي، پیاوړې ډیپلوماتیکې اړیکې رامینځته کړي او ځان د نړیوال کیدو او د جهاني قدرت په توګه معرفی کړای شي.

د یو کمربند او یوې لارې نوښت، شاید په عصري تاریخ کې تر ټولو ستره نړیواله زیربنایي پروژه وي.  دا ستره او نړیواله اقتصادی، تجارتی او مواصلاتي پروژه،  هڅه کوي چې د سړکونو، بندرونو، اورګاډي پټلۍ او د انرژۍ په زیربناوو کې د پانګونې له لارې د چین او د آسیا، اروپا او افریقا د هېوادونو ترمنځ د ارتباطاتو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.  د دغه نوښت له لارې چين غواړي خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړی اوپه دې پروژه کې له ګډون کوونکو هېوادونو سره یې نژدې سوداګريزې اړيکې ټينګې کړې دي.  د بنسټيزو تاسيساتو د پياوړتيا له لارې، چين غواړي (یو له بل سره تړلې نړۍ)  رامنځته کړي.  چین غواړی‌ ددې پروژې پر مټ په سیمه او ګرده نړی کې د تجارتي مالونو، پانګې او خلکو د تګ راتګ لپاره لازمې آسانتياوې برابرې کړي او په نهایت کې د ټولو ښکېلو خواوو لپاره د سوداګرۍ او اقتصادي ودې یوې سوله ایزې او مصوونې فضا برابرولو ته زمینه برابره کړي.

 

سیمه ایز اتصال او سوله ایزه ډپلوماسي

د سيمه ييز اتصال د پياوړتيا لپاره د چين ستراتيژي د سوله ييز پرمختګ يو بل بنسټ دی.  چین له خپلو ګاونډیانو سره په ځانګړې توګه په اسیا کې د اقتصادي همکاریو او ادغام په هدف، د اقتصادي او اتصالاتي نوښتونو له لارې د قوي اړیکو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د اسیا د زیر بنايي پانګونې بانک (اې. آي. آي. بی)  او د شانګهای د همکارۍ سازمان (اس. سي. او) د اقتصادي او نړیوالو تجارتي چوکاټونو ایجادول ددې ښکاره مثالونه دي چې چین هڅه کوي د دا ډول څو اړخیزه سازمانونو د تاسیسولو له لارې،  سیمه ایز اقتصادي ثبات او پرمختګ ته وده ورکړي.

ددغو سیمه ایزو او نړیوالو اقتصادي سازمانونو د تاسیس په ذریعه چین په سیمه کې د سیمه ایزې ډپلوماسی، د سولې د هڅو د تشویق،  د امنیت د ټینګښت او د مشترکو منافعو د تامین په برخه کې خپل د رهبري نقش لوبولو ته ادامه ورکوي. 

سربيره پردې، چين د سيمه ييزو سوداګريزو تړونونو د ایجادولو په برخه کې خورا مهم رول لوبولی دی، لکه د (هراړخیزه سیمه ایز اقتصادي مشارکت) تړون چې په نړی کې د ازادې سوداګرۍ تر ټولو لوی تړون دی. په دغه ډول سیمه ایزو اقتصادي او تجارتي تړونونو کې په فعاله برخه اخیستنې سره، چین د سیمې هیوادونو لپاره دا زمینه برابره کړې ده چې د سیمه ایز او څو اړخیز تجارتي سیستم په فعالولو سره داسې میکانیزم ایجاد کړي چې نه تنها د چین لپاره مفید او ګټور وي، بلکه د چین سیمه ایزو ملګرو او همکارو هیوادونو لپاره هم اقتصادي‌ ګټې او مزایاوې ولري.

 

پایله

په داسې حال کې چې سږ کال چین خپله ۷۵مه کلیزه لمانځي، د چین دا ۷۵ کلن سفر له یو فوق العاده کامیاب او له لاس ته راوړنو ډک سفر نه کم نه دی.  چین،  له یو داسې غریب او جګړو ځپلي ملت څخه چې یو وخت یې د بیارغونې او اقتصادی ښیرازی لپاره سخته مبارزه کوله، په داسې یو ملت او هیواد بدل شوی چې اوس یو مهم نړیوال اقتصادي قدرت پيزندل کیږي او د یوه قوي او په عصري‌ وسایلو د مجهز پوځ لرونکی هیواد دی.

دا ټولې لاس ته راوړنې په داسې حال کې مینځ ته راغلي‌ چې چین په نړیوالو اړیکو او سیمه ایزو معاملاتو کې خپله سوله ایزه پالیسي هماغسې لا ټینګه ساتلې ده.  د سوداګريزو اړيکو په پياوړتيا، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او په سيمه ييزه او نړيواله ډيپلوماسۍ کې د يو ستر نړيوال سوله پال لوبغاړي په توګه د مثبت نقش پر لوبولو، چین وتوانید چې په نړي کې د ځان لپاره د یو مهم او قوي نړیوال لوبغاړي مقام تر لاسه کړي.

 

په داسې حال کې چې ننګونې او ګڼ شمېر ستونزې لا شته، د چین د پرمختګ لاره او د ترقی او تعالی مقام ته د رسیدو لپاره ددې هیواد د مسلسلو کوششونو کیسه،  د نړی د نورو هیوادونو لپاره د یو مثال او نمونې په توګه کارول کیدای شی، چې څنګه یو هیواد کولی شي د اقتصادي ودې، نظامي عصري کولو، او سوله ایز ډیپلوماسۍ سره په نړیوال نظم کې خپل ځای، موقف او مقام خوندي کړي. 

د چين د سفر راتلونکی پړاو به احتمالاً د لومړيو ٧٥ کلونو په شان اغېزمن او له مثبتو بدلونونو ډک وي، ځکه اوس چین د نړیوال نظم په هغه موقف کې قرار لري  چې کولای شي د نړيوال اقتصاد، نړیوال نظم او نړيوالو اړيکو د راتلونکي شکل او مسیرجوړولو مثبتو ابتکاراتو ته ادامه ورکړي.