په نړيواله ديپلوماسۍ کې د چين فعال رول ډېر مهم او بارز نقش لري، چین هڅه کوي چې د نړيوالو شخړو د حل او د سولې د ټينګښت په برخه کې د يو مهم لوبغاړي په توګه خپل مثبت نقش ولوبوي. په تېرو څو کلونو کې چين له کوريا ټاپووزمې څخه نیولې د اوکراين تر کړکېچ پورې د سيمه ييزو تاو تريخوالو د حل په موخه په مختلفو نوښتونو او سوله ایزه حل لارو بوخت دی.
دچین د بهرنۍ پالیسۍ یو له خورا مهم ګامونو څخه په افغانستان کې د یو مثبت رول لوبولو ابتکار دی. په ۲۰۲۱ کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو او د جمهوریت له پرځیدلو وروسته، افغانستان له سختو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو او ستونزو سره مخ دی. چين د يو بې ثباته افغانستان د جيو پوليټيکي او امنيتي پايلو په درک کولو سره د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره، له افغانستان سره د سولې او ثبات په تحکیم کې ګډې هڅې کړې دي او په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې او بشري مرستو په کولو سره دیې د افغانانو مرستې ته را دانګلي دي.
په نړيواله کچه د چين د سولې ډيپلوماسي
مخکې له دې چې په افغانستان کې د چین د ښکیلتیا په اړه خبرې وکړو، دا مهمه ده چې د چین د بهرنۍ پالیسۍ او د سولې لپاره په نړیواله سطحه د چین د نوښتونو په پراخه شرایطو اومثبتو اغیزو پوه شو. چین په نړیوالو کړکیچونو کې په ښکاره ډول د یو نړیوال منځګړي په توګه دنده په غاړه اخیستې ده، په ځانګړې توګه د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د چین د د بې طرفانه منځګړتوب پیشنهادات او حل لارې د یادولو وړ دي. له برازيل سره په ګډه طرحه، چين د تاوتريخوالي پر کمولو، د مستقيمو خبرو اترو پر بيا پيلولو، د بشردوستانه مرستو او د نړيوال اکمالاتي ځنځیرونو د ساتنې په اړه شپږ ماده ييز توافق خپور کړ. دغه نوښت د یوکراین د کړکیچ د حل او د سولې د هڅولو په برخه کې د چين ستراتيژيکې ګټې او هڅې په ګوته کوي چین د نړيوال ثبات د ساتلو په برخه کې او همدا راز په ټوله سيمه کې د خپل بهرني سياست په محور کې د نړیوال ثبات او د سیمې د امنیتی وضعیت د ښه کیدو مثبته اجنډا پرمخ وړي.
په عین حال کې، چین د کوریا په ټاپو وزمه کې یو فعال لوبغاړی دی چې د شمالي او جنوبی کوریا ترمنځ د منځګړیتوب په لټه کې دی. پداسې حال کې چې د سیمې د بې وسلې کولو لپاره هم په زغرده لګیا دی کار کوي.
د چین د منځګړتوب او سوله ایزو حل لارو کړنلاره د دوه اړخیزه میتودولوژۍ لخوا رهبري کیږي، چې د بندیزونو د لیرې کولو تر څنګ د خبرو اترو بهیر ته وده ورکوی اوپه بحران کې د ښکیلو اړخونو سره د زیاتیدونکي ښکیلتیا لپاره د چین پراخه ډیپلوماتیکه ستراتیژي منعکس کوي.
افغانستان، د چین په بهرني سیاست کې د یوې ځانګړې قضیې استازیتوب کوي، چیرې چې د چین امنیتي اندیښنې، سیمه ایزې اقتصادي ګټې او د تروریزم ضد نړیواله اجنډا یو له بل سره نښلوي.
په افغانستان کې د چین رول: څو اړخیزه ستراتیژي
د افغانستان په اړه د چین تګلاره په بیړنیو امنیتي اندیښنو او اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو کې ولاړه ده. افغانستان ته نژدیوالی او د سینکیانګ له سیمې سره ګډه پوله چې د ترهګرۍ او افراطیت له ستونزو سره مخ ده، د افغانستان ثبات د چین لپاره په یوې حیاتي دلچسپۍ او مهمې اندیښنې بدله شوې یوه مهنه موضوع ده. له افغانستانه د متحده ایالاتو له وتلو راهیسې، چین د افغانستان په قبال کې یوه عملي تګلاره غوره کړې ده. په داسې حال کې چې چین له طالبانو سره د ښکیلتیا عملی اقدامات کړي دي، په افغانستان کې د ټولو توکمیزو ډلو او سیاسي ډلو د ګټو او استازیتوب حمایت هم کوي او د یو ټول شموله حکومت غوښتنه کوي.
د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پروسې ملاتړ
د افغانستان لپاره د چین پالیسي د "افغانانو په مشرۍ، د افغانانو په مالکیت" د سولې جوړونې پر اصولو متمرکزه پالیسی ده. دا پالیسي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلې په اړه د بیجینګ د اوږدې مودې چلند سره سمون لري. د افغانستان د ملي حاکمیت نه د ملاتړ په کولو سره، چین کوشش کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې هر ډول سیاسي جوړجاړی باید په داخلي توګه پرمخ یوړل شي او د بهرنیو قدرتونو تر اغیز لاندې نه وي. دغه بیطرفانه چلند، چین په افغانستان کې د مداخله کوونکو لویدیځو هیوادونو له کتاره لرې کوي چې ډیری وختونه د سیمه ایزو لوبغاړو لخوا د امپریالیستي هیواذونو په توګه پیژندل شوي.
سربیره پردې، د افغانستان ملی حاکمیت ته په درناوي او د بیطرفۍ د اوصولو په رعایت کولو، چین د طالبانو په نظر کې د یو ډیر بې طرفه او ملاتړي ملګري په توګه پیژندل کیږي چې دا ملاتړ د چین په دریځ کې ډیره مرسته کوي. چین توانیدلی چې د طالبانو له نوي رژیم سره د اړیکو او کلکو اقتصادي روابطو په ټینګولو له طالبانو سره د ارتباط او اړیکو یوه پرانیستې کرښه وساتي. په داسې حال کې چې بیجینګ د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو له مشرتابه سره یې د امنیت، اقتصادي مرستو او د زیربناوو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصادي پانګونې او پراختیا نوښتونه
په اقتصادي لحاظ، په افغانستان کې د چین ښکیلتیا د یو کمربند او یوې لارې په پراخ نوښت (BRI) کې د افغانستان د ادغام د امکاناتو له امله هڅول کیږي. د منځنۍ او جنوبي اسیا په پوله کې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ، دا هیواد د سیمه ییز اتصال لپاره د چین په لید کې د یو مهم او معتبر هیواد په توګه معرفي کوی.. چين په دوامداره توګه په افغانستان کې د سړکونو، د انرژۍ د تاسيساتو او د مخابراتي شبکو د جوړولو په ګډون د بنسټيزو تاسيساتو د پراختيا له پروژو څخه ملاتړ کوي.
د اقتصادي مرستو او پرمختګ په اړه د بیجینګ تمرکز په بشپړه توګه خیریه نه دی بلکه د چین اقتصادی ګټې هم پکې خوندی کیدلای شی. یو باثباته افغانستان، چې په سیمه ایزو اقتصادي سیستمونو کې مدغم شوی وي، چین ته به د دې هیواد غیر طبیعي زیرمو، د ځمکې لاندې نادره منرالونو، مس او نورو قیمتي اجناسو ته د لاس رسي زمینه برابره کړي. سربیره پردې، له افغانستان سره د چین اقتصادی ښکیلتیا او د افغانستان ثبات به په ټوله سیمه کې د سوداګرۍ ډیرې اقتصادي لارې خوندي کولو کې مرسته وکړي چې په سیمه کې د چین د پراخو اقتصادي هیلو لپاره اړین دي.
له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییز امنیت اندېښنې
د افغانستان امنیت د چین لپاره خورا مهم دی، په ځانګړې توګه د تروریزم او افراطیت ګواښ ته په پام سره چې کیدای شي د چین سنکیانګ یا نورو ګاونډیو هیوادونو ته خپور شي. چين په پرله پسې توګه ترهګري په ټولو بڼو غندلې او له ملګرو ملتونو سره يې د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالې ستراتيژۍ د ملاتړ لپاره په ګډه کار کړی دی. افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو نه وروسته، چین د یو شمیر اورپکو ډلو لکه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) د بیا راژوندي کیدو په اړه سمدستي اندیښنې راپورته کړي، چې دا غورځنګ د چین په باور، په سینکیانګ کې د بیلتون غوښتونکو او ترهه ګرۍ د خپرولو مسولیت لري.
په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د چین سیاست دوه اړخیز دی:
لومړی، چین له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې د افغانستان د پولو په داخل کې فعالیت کوي، پرېکنده اقدام وکړي. طالبانو په دې برخه کې چین ته پوره ډاډ ورکړی، خو لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی د هڅو اغېزمنتیا ناڅرګنده ده.
دوهم، چين د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د سيمه ييزې همکارۍ د زياتېدو غوښتنه کړې ده. د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) له لارې، چې د چین او افغانستان دواړه ګاونډیان پکې شامل دي، بیجینګ هڅه کوي چې د استخباراتو شریکولو، د سرحدونو د امنیت د ټینګولو او د تروریزم ضد عملیاتو په اړه همکارۍ ته وده ورکړي.
بشري مرستې او پراختیایي مرستې
چین په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په درک کولو سره له دغه هېواد سره د پام وړ بشري مرستو ژمنه کړې ده. چین باور لري چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت سقوط چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته را منځ ته شوی دی، د نړیوالو بندیزونو له امله دی او د پراخې بې وزلۍ او د خوړو د د کمښت لامل شوی دی. چین افغانستان ته د خوراکي توکو، طبي توکو او واکسینونو د برابرولو په برخه کې مثبت ګام پورته کړی او د یوه مسؤل نړیوال ځواک په توګه یې خپل مثبت رول ادا کړی دی.
د سمدستي بشردوستانه مرستو سربیره، چین د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو په موخه اوږد مهاله پراختیايي ستراتیژیو ته توجه کړې ده. پدې اوږدمهاله برنامو کې د کرنې، تعلیم او روغتیا په برخو کې پانګونه شامله ده، چې د هیواد د ثبات او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره خورا مهم دي.
ننګونې او د وړاندې تګ لاره
په افغانستان کې د چین د فعالې ښکیلتیا سره سره، د سولې او پراختیا نوښتونو ته د پام وړ ننګونې او ستونزې هم شتون لري. د طالبانو داخلي سیاست کط د واک مبارزه، د بشري حقونو جنجالي ریکارډ، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه، او د افراطي ډلو بیا راژوندي کول ټول په هیواد کې د تلپاتې ثبات د تضمین لپاره د چین هڅې پیچلې کوي. برسېره پردې، په داسې حال کې چې د چین اقتصادي مرستې او زیربنایي پروژې ممکن پرمختګ ته وده ورکړي، د فعال مالي سیسټم نشتوالی او د نړیوالو بندیزونو دوام د واقعی او دایمي پرمختګ په وړاندې خنډونه ایجادوي.
په هرصورت، د چین صبرناکه او څو اړخیزه کړنلاره، د ډیپلوماسۍ، پراختیا او د تروریزم ضد هڅو سره یوځای کول، په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت لپاره ګټوره لاره وړاندې کوي. له طالبانو او نړیوالې ټولنې دواړو سره په کار کولو سره، چین غواړي د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې مخکښ رول ولوبوي او د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو ساتنه وکړي.
په پایله کې، په افغانستان کې د چین د سولې نوښتونه عملي ښکیلتیا، پراختیایي مرستو او د تروریزم ضد همکارۍ له لارې د سیمه ایز ثبات د پراختیا لباره د چین پراخه ستراتیژي منعکس کوي.
په داسې حال کې چې افغانستان خپل پیچلي سیاسي او ټولنیز وضعیت ته دوام ورکوي، په افغانستان کې د چین رول به د سولې او هوساینې د امکاناتو په ټاکلو کې ډیر مهم وي.