جي. ټي روډ: د کابل او کلکتې نښلونکی تاریخي سړک

27 سنبله 1403

gt rorad.jpeg

 

 د شیرشاه سوري لخوا جوړ شوی لوی سړک، چې په عامه اصطلاح کې د (جي. ټي روډ) په نوم پیژندل کیږي، په نړۍ کې یو له پخوانیو او خورا مهموترانسپورتي لارو څخه دی.  د زرګونو کیلومترو په اوږدوالي، دا سړک له پیړیو راهیسې د سوداګرۍ، لیږد را لیږد او کلتوري تبادلې د حیاتي شریان په توګه کار کوي.  د ۱۶مې پېړۍ په اوږدو کې د ستر واکمن شېرشاه سوري له خوا جوړ شوی، دغه سړک د هند د کلکتې ښار د افغانستان له کابل سره نښلوي، له بېلابېلو منظرو تېرېږي او بېلابېلې سیمې او ټولنې سره نښلوي.  دا څیړنیزه مقاله د هند په نیمه وچه کې د لوی ټرانک سړک یا جي ټي‌ روډ  تاریخي اهمیت، کلتوري اغیزې او دوامدار میراث څیړي.

 

تاریخي پس منظر

 د لوی ټرانک سړک په ابتدایي توګه اصلا په لرغوني هند کې د موریانو د امپراتورۍ له وخته د سیمه ایز تجارت او تګ را تګ لپاره کارول کیده چې دریمې میلادي‌ پیړي ته یې لومړنی تاریخ رسیږي. په هرصورت، دا مهم سړک په  16 مه پیړۍ کې د شیرشاه سوري د واکمنۍ پرمهال د پام وړ پراختیا، اوږدیدو او د کابل خواته د راغځیدو جوګه شو.  شیرشاه سوري د یوې ښې ساتل شوې ترانسپورتي لارې د ستراتیژیک اهمیت په درک کولو سره، د خپلې امپراتورۍ لوی ښارونه، په ختیځ کې له بنګال څخه نیولې،  په لویدیځ کې پنجاب او بیا کابل ته د نښلولو لپاره یوه مهمه پروژه پیل کړه.  ددې سړک په جوړیدو او تر کابل پورې په را رسیدو، شیرشاه سوري وکولای شو خپله لویه امپراطوري له شرقه تر غربه سره وصل کړي.

 

ساختماني او انجینري

 د لوی ټرانک سړک یا جي ټي روډ جوړول په ۱۶مه پیړی کې  د انجینرۍ او مواصلاتي ابتکار یوه لویه پروژه وه.  شېرشاه سوري د سړک د جوړولو او ساتلو لپاره د ماهرو کارګرانو، هنرمندانو، معمارانو او انجینرانو په ګډون په زرګونو کاري ځواک استخدام کړ.  دا لاره په احتیاط سره پلان شوې وه چې د سوري امپراطوری له مختلفو سیمو او ساحاتو نه تیریده، چې غرونه، شاړ ډاګونه اباد میدانونه، سیندونه او ښارونه پکې شامل وو.  د لارې په اوږدو کې د تیږو نه جوړ شوي ځانګړي څلي او نښانونو جوړ شوي وو،  ترڅو مسافرینو ته لارښوونه وکړي او د لیرې پرتو سیمو ترمنځ ارتباط اسانه کړي.

 

تجارت او سوداګریز معاملات

 ددې لوی سړک یو له لومړنیو اهدافو څخه دا و چې د هغو سیمو ترمینځ سوداګرۍ او انتقالات اسانه کړي چې ددې سړک په مسیر کې پرتې دي او ددې سړک په وسیله سره وصل شوی دي. ددې سړک په اوږدو کې میشت سوداګرو د ددې لارې نه په استفادې د مختلفو تجارتي توکو،  لکه ټوکر، مصالحه جاتو، قیمتي فلزاتو او کرنیز محصولاتو د تجارت کاروبار کولو، چې له برکته یې دا سړک د اقتصادي فعالیتونو په یوه  لویه او له ګټې ډکه لاره بدلهشوه، د لارې په اوږدو کې د کاروان سرایونو، بازارونو او سوداګریزو مراکزو په جوړولو سره، د مسافرو او تاجرانو لپاره لازم سهولتونه او اسانتیاوې برابرې شوې وی .  دې  مهم سړک د هند په لویه وچه کې د سوداګریزو شبکو په وده کې مهم رول لوبولی، او د جنوبي اسیا بازارونه یې د مرکزی اسیا له مارکیټونو سره وصل کړي وو همدارنګه  د بنګال او ګجرات مهم تجارتي  بندرونه یې د سوري امپراطوری له داخلي سیمو سره نښلولې وې.

 

کلتوري تبادله

 د دې اقتصادي اهمیت سربیره، دې لوی سړک د سیمې د ولسونو تر منځ د کلتوري تبادلې او تعامل لپاره د یوې مهمې لارې په نقش لوبولو.  د دې سړکپه اوږدو کې، مسافرینو د ژبو، دودونو، ثقافت بډایه تبادلې او تعاملاتو سره مخ شو، چې د هند برصغیر کې د ډول ډول دودونو او ثقافتونو تنوع منعکس کوله. ددې لوی سړک پر غاړه،  معبدونه، جوماتونه، خانقاوې او نور مذهبي ځایونه پراته دي، چې د معنوي او کلتوري اهمیت نښه ګڼل کیږي.  د مختلفوادیانو زایرینو د سړک په اوږدو کې  له خپلو مقدسو ځایونو لیدلو لپاره سفر کاوه، پداسې حال کې چې پوهانو او هنرمندانو ددې سړک په اوږدو کې پر پرتو میملمستونونو او ښارونو کې خپل نظرونه، اندونه او الهامونه تبادله کول.

تاریخي اهمیت

 دې لوی سړک د هند په نیمه وچه کې د تاریخ په جوړولو او د کلتورونو په تبادلر کې مهم رول لوبولی دی.  دا سړک د امپراتوریو د عروج او زوال شاهد و، دا سړک د مختلفو واکمنو او یرغلګرو د لښکرو حرکتونه، او د نظریاتو او ټیکنالوژیو د خپریدلو په یو اساسي مرکز بدل شوی وو. دا سړک،  د موریانو له امپراتورۍ څخه نیولې د لودیانو، مغلو او دراني امپراتورۍ پورې، د برتانوي استعمار څخه نیولې تر خپلواکه هند پورې، د بې شمیره تمدنونو د بریالیتوبونو او مصیبتونو شاهد دی.  دۍ سړک د مخابراتو او ترانسپورت لپاره د یو اساسي عنصر په توګه کار کاوه، ددې سړک له برکته واکمنو کولای شو پر پراخو سیمو اغیزمنه اداره او واک ته ادامه ورکړي..

 

عصري میراث

 د عصري ترانسپورتي زیربنا د راتګ سره سره، د لوی ټرانک سړک د یووالي او ارتباط د سمبول په توګه خپل اهمیت او نوم لا تر اوسه ساتلی دی. سره له دې چې د نویو دولتونو د ایجاد او د تجارتي او انتقالاتی معاملاتو د پرمختګ او عصری کیدو له برکته،‌ په دې مسیر او انتقالاتو کې ډیر تغیرات راغلي دي خو بیا هم، د لوی ټرانک سړک روح اوبرم دوام لري، او موږ ته د لرغونو ټرانسپورټی لارو او ارتباطي وسیلو یادونه کوي ترڅو د ملتونو برخلیک او د ملیونونو انسانانو ژوند ته مثبته بڼه ورکړي.

 

پایله

 د ګرانډ ټرانک سړک د تاریخ په اوږدو کې د دې اوږد او تاریخي سړک د جوړونکو او کاروونکو هوښیارۍ ، هوډ او انعطاف لپاره د ژوندي او تلپاتېثبوت په توګه لکه غر هسې ولاړ دی.  له لرغونتوب څخه تر خپل عصري زمانې  پورې، دا سړک د هند برصغیر د خلکو لپاره د ژوند او اارتباطاتو یوه مهمه نښلونکې کرښه وه. دې سړک د ټولې سیمې د خلکو تر منځ د یووالي، سوکالۍ او کلتوري تبادلې روحیې ته ډیره وده ورکړې ده.  په داسې حال کې چې مونږ ددې تاریخي او مهم ارتباطی چینل (جی ټي روډ) پر تاریخي اهمیت او دوامدار میراث خبرې کوو، د معاصرې نړی او د هیوادونو او ولسونو تر منځ د معاصرو تجارتي او ارتباطي لارو په جوړولو او د بشري ژوند او تمدن دې مهم سکتور (سړکونو او لویو لارو)  د تل پاتې اهمیت او ضرورت یادونه کوو.