افغانستان کې د چین پانګونه: د اقتصادي پرمختګ پر لور یو مثبت پیل

21 سنبله 1403

1000052502.jpg

 

 

په وروستیو کلونو کې چین په افغانستان کې خپله پانګونه خورا زیاته کړې ده، چې د دواړو هېوادونو په راتلونکي روابطو کې د یو مهم او مثبت بدلون ښکارندویی کوي. د بیجینګ دغه ستراتیژیک اقدام نه یوازې د خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ د پراخولو لپاره بلکې د افغانستان له اقتصادي ثبات او پرمختګ سره هم مرسته کوي. دا پانګونه د همکارۍ او دوه اړخیزو ګټو د نوي دور پیل کوي، چې د افغان جنګ ځپلي ملت او خلکو لپاره ښې هیلې او فرصتونه رامنځ ته کوي.

 

 د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې یوه مهمه اقتصادي پیښه رامنځ ته شوه، کله چې یوه چینایي شرکت د افغانستان په شمال کې د نفتو د زیرمو د سپړلو او پراختیا لپاره د ۴۵۰ میلیونو ډالرو تړون لاسلیک کړ. د اپریل په میاشت کې، د طالبانو حکومت څرګنده کړه چې دوی د یو بل چینایي شرکت سره د افغانستان د لیتیم زیرمو د سپړلو او پراختیا لپاره خبرې کوي. دا مخ پر ودې ملګرتیا د دواړو هیوادونو لپاره یوه بریا ده: افغانستان د اړتیا وړ اقتصادي پرمختګ ترلاسه کولو لپاره سیمه ایزې همکارۍ او پانګونې ته سخته اړتیا لري، په داسې حال کې چې چین د خپل اقتصادي ودې او د خبل صنعتي ماشین د چلولو لپاره حیاتي طبیعي سرچینو او منابعو ته ضرورت لري.

 

 په افغانستان کې د چین ښکیلتیا د پخوانیو بهرنیو مداخلو څخه په ښکاره ډول توپیر لري، چې پخوانۍ ښکیلتیا او مداخلې تر ډیره حده د نظامي ښکیلتیا او سیاسي جغرافیایی اهدافو او اشغال د تحقق پر بنسټ مشخص شوې وې. خو له نیکه مرغه، د چین چلند اساسا په اقتصادي او ډیپلوماتیکو ښکیلتیا تمرکز کوي. دا تګلاره، چې تر ډیره حده اقتصاد محوره ده، د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري. افغانستان د ډبرو سکرو، تیلو، مسو، اوسپنې، لیتیم او د ځمکې د نادرو منرالونو په ګډون د طبیعي زیرمو بډایه هیواد دی. دا سرچینې د چین لپاره خورا زړه راښکونکي دي چې دوی ته اړتیا لري چې خپل چټک صنعتي وده او تخنیکي پرمختګ پرې جاري وساتي.

 

په افغانستان کې د چینایي پانګونې ساحه پراخه او متنوع ده، چې زیربنایي پروژې او همدارنګه د کانونو او انرژۍ پراختیا پکې شامله ده. یوه له مهمو پروژو څخه په میس عینک کې د مسو د ستر کان جوړول دي، چې په نړۍ کې د مسو یوه ستره زیرمه لري. برسيره پر دې، چين د اوسپنې او سرو زرو په کانونو، د کرنې په سکتور او د نفتو او ګازو په استخراج کې پانګونه کوي. د زیربناوو د پراختیا په پروژو کې د سالنګ د لارې ترمیم او د کنړ او لغمان د سړکونو پخول شامل دي چې د افغانستان د ټرانسپورټ په سکتور کې د بدلون راوستل دي. د چین هیواد د پانګونې راتلونکي پلانونه په پام کې لري چې ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان له پاکستان سره د ریل پټلۍ او لویو لارو د شبکې له لارې چې له افغانستان څخه تېرېږي، وصل کړي.

 

 د دې پانګې اچونې مثبتې اغیزې خورا پراخې او څو اړخیزې دي. د زیربناوو پراختیا به له سیمې سره د افغانستان اتصال ته د پام وړ وده ورکړي، د سوداګرۍ او ترانسپورت په برخه کې به اسانتیاوې برابرې کړي. ښه سړکونه او پلونه به نه یوازې د کورنیو تګ راتګ اسانه کړي بلکې له ګاونډیو هېوادونو سره به نوې سوداګریزې لارې پرانیزي. دا پروژې به له سیمه ایز اقتصاد سره د افغانستان په ادغام کې مرسته وکړي، تجارت او سوداګرۍ ته به په کافي اندازه وده ورکړي.

 

 له بلې خوا د کانونو د سپړنې دا سترې پروژې به د افغانستان حکومت ته اړین عایدات برابر کړي او اقتصادي ثبات ته به وده ورکړي. طالبان چین ته د افغانستان د اقتصادي بیارغونې په برخه کې د یوه مهم شریک په سترګه ګوري، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د لویدیځ مرستې کمیږي. د چین پانګونې لا دمخه د افغانستان اقتصاد ته د پام وړ وده ورکړې او د طالبانو د حکومتدارۍ اعتبار یې پیاوړی کړی دی. د مثال په توګه، د لیتیم پروژې، چې اټکل یې 10 ملیارد ډالر اټکل شوی، تمه کیږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له 100,000 څخه ډیر دندې او کاري فرصتونه رامینځته کړي. دا به د افغانانو لپاره د پام وړ کاري فرصتونه برابر کړي، د ټولنیز ثبات او د فقر په کمولو کې به هم د بام وړ مرسته وکړي.

برسېره پر دې، دا پانګونه کولی شي د افغانستان د ځینو مهمو مسلو په حل کې مرسته وکړي. د کانونو او زیربنایي پروژو څخه ترلاسه شوي عاید د عامه خدماتو لکه روغتیا پاملرنې او ښوونې او روزنې په برخه کې کارول کیدی شي. دا به په بدل کې د عامو افغانانو د ژوند کیفیت لوړ کړي او د اوږدمهاله پرمختګ بنسټ به کېږدي. د اقتصادي ودې او د بنسټيزو تاسيساتو په پرمختګ باندې د تمرکز له لارې، د چين پانګونه کولی شي د پراخې سيمه ييزې همکارۍ لپاره لاره هواره کړي. د ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د افغانستان ګاونډیان د چین د سیمه ییزو هیلو ملاتړ کوي، چې د ثبات او پرمختګ امکانات لا زیاتولای شي.

 

 په داسې حال کې چې ننګونې او ستونزې موجودې دي، لکه د پانګونې د امنیت تامین، له طالبانو سره د چین ستراتیژیکې اړیکې د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ولاړې دي. د دې پروژو د اسانتیا لپاره د طالبانو لېوالتیا د هغو اقتصادي ګټو په اړه د دوی پوهاوی څرګندوي چې چینایي پانګونه یې راوړي. د پخوانیو بهرنیو مداخلو برعکس، د چین اقتصادي تمرکز د افغانستان د پرمختګ او ثبات له اړتیا سره سمون لري. دا متقابل تفاهم د بریالۍ همکارۍ او اوږدمهاله ملګرتیا لپاره مناسب چاپیریال رامینځته کوي.

 

 د چین ښکیلتیا د افغانستان سیاسی/امنیتي وضعیت ته هم نوی ابعاد راوړي. چین د پوځي مداخلو پر ځای په اقتصادي برخه کې د ښکیلتیا یوه مثبته بیلګه وړاندې کوي چې بهرني هیوادونه څنګه کولای شي د افغانستان په پرمختګ کې له جګړې پرته مرسته وکړي. دا کړنلاره کولی شي نور هیوادونه وهڅوي چې ورته ستراتیژۍ غوره کړي، او یو ډیر همکار او سوله ایز نړیوال چاپیریال رامینځته کړي.

سربیره پردې، د چین پانګونه کولی شي د جنوبي او مرکزی اسیا او ټولې سیمې په ثبات کې مرسته وکړي. افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د بې ثباتۍ سرچینه ده، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د شخړو لمن پراخه شوې ده. چین په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او ثبات په ټینګولو سره د سیمې په امنیت کې مرسته کوي. دا په ځانګړې توګه د افغانستان ستراتیژیک اهمیت ته په پام سره، چې د منځنۍ او سویلي اسیا په پولو کې پروت دی او د جنوبي او مرکزی اسیا ترمنځ د اتصال د پله حیثیت لري.

 

 د چین د پانګونې ګټې یوازې په اقتصادي لاسته راوړنو پورې محدودې نه دي. دوی دا وړتیا هم لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ کلتوري او تعلیمي تبادلې ته وده وکړي. د متقابلو مراوداتو زیاتوالی کولی شي د یو بل د کلتورونو او دودونو د ښه پوهیدو لامل شي، د متقابل احترام او همکارۍ فضا ته وده ورکړي. دا ډول تبادلې کولی شي د ساینس، ټیکنالوژۍ او تعلیم په برخو کې د لا پراخو همکاریو لپاره لاره هواره کړي.

 

 په پایله کې، په افغانستان کې د چین مخ پر ودې پانګونه د دواړو هېوادونو لپاره یو مثبت پرمختګ دی. د افغانستان لپاره، دا پانګونه د اقتصادي ودې، د کار پیدا کولو او د زیربناوو د ښه والي زمینه مساعدوي. د چین لپاره، د دوی لپاره ضروری حیاتي سرچینو ته لاسرسی خوندي کوي او په سیمه کې خپل ستراتیژیک نفوذ زیاتوي. دا ملګرتیا د متقابلو ګټو او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه ده، چې د اوږدې مودې همکارۍ لپاره یو پیاوړی بنسټ جوړوي.

 

 لکه څنګه چې دواړه هېوادونه خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، د یوه باثباته او سوکاله افغانستان لپاره هیلې تر بل هر وخت روښانه ښکاري. د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي او ډيپلوماتيکې اړيکې د نړيوالې همکارۍ لپاره يو نوی مثال جوړوي او دا ښيي چې پرمختګ او ثبات له سوله ييزو لارو تر لاسه کېدای شي. د چین او افغانستان تر منځ دا اقتصادی او تجارتي ملګرتیا د افغانستان لپاره د هیلو یو روښانه څراغ دی، چې د اقتصادي هوساینې او ټولنیز پرمختګ د عملي کیدو ژمنه کوي.