
د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي
د کتاب مخکتنه

.jpg)
د افغانستان د ستراتېژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو انسټېټيوټ، د خپلو علمي نوښتونو په لړ کې د کتابونو د مخکتنې د لړۍ په پيل سره، «د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي» تر سرليک لاندې د يو مهم علمي اثر مخکتنه وکړه. دا غونډه د ياد انسټېټيوټ له لوري د کتابونو د مخکتنې د لړۍ لومړۍ علمي ناسته وه، چې د علمي، فکري او تحليلي بحثونو لپاره یې يو نوی باب پرانيست.
په دې علمي ناسته کې د پوهنتونونو استادانو، اقتصاد پوهانو، څېړونکو، ليکوالو، محصلينو او د بېلابېلو دولتي اوغېر دولتي ادارو مسؤلينو په حضوري او انلاين ډول ګډون کړی و چې دا ګډون د اقتصادي فکر او علمي بحث پر وړاندې د ټولنې د جدي لېوالتيا څرګندونه کوي.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د افغانستان د ستراتېژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو انسټېټيوټ اجرائيه رئيس ښاغلي شمسالله واثق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد انسټېټيوټ د علمي موخو، څېړنيزو لارو چارو او د کتاب مخکتنې د ارزښت په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې. وروسته محمد فريد ګلابزي ګډونوالو ته ياد کتاب ور وپېژانده او پر محتوا، جوړښت او تحليلي بڼه يې رڼا واچوله.
نامتو ليکوال او شنونکي استاد محمد زمان مزمل په خپلو خبرو کې «د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي» يو الهام بښوونکی او له وخت سره سم ليکل شوی اثر وباله. نوموړي ټينګار وکړ، چې دا کتاب د ليکوال د مسلکي تجربو او عملي مشاهداتو پر بنسټ ليکل شوی او په زړورتيا سره پکې د افغانستان د اقتصادي ستونزو او حللارو تحليل شوی دی. د استاد مزمل په اند، د کتاب بحثونه لنډ، علمي او روان دي، چې دا ځانګړنه د لوستونکو لپاره د محتوا درک اسانه کوي او لوستونکی په طبيعي ډول د موضوعاتو پر لور راکاږي.
د اقتصادي چارو کارپوه سيد اعظم حسيني ، دا اثر د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره خورا مهم وباله. د هغه په وينا، دا کتاب يوازې پر تېر نيوکه نه کوي، بلکې د راتلونکي لپاره هم يو عملي او فکري پلان وړاندې کوي. ښاغلي حسيني دا اثر د افغانستان د اقتصادي بحران د حل يوه مهمه کیلي وبلله او زياته يې کړه، چې اقتصاد محوره حکومتولي د يوه پر ځان بسيا افغانستان بنسټ جوړولی شي.
د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر مزمل شينواري د کتاب د مخکتنې د غونډې ګډونوالو ته وويل: کتاب ليکنه د ژبې د ساتنې، د تجربو د شريکولو، د فکري روزنې او د تاريخ د ثبت په برخه کې مهم ارزښت لري. د هغه په اند، «د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي» يو جامع اثر دی، چې د عملي تجربو پر بنسټ ليکل شوی دی. نوموړي زياته کړه، چې په کتاب کې د اقتصادي ستونزو د حل عملي لارې چارې څېړل شوې دي او پر دې ټينګار شوی، چې اقتصاد بايد د هېواد د پرمختګ اساسي ستنه وګرځي. د هغه په وينا، د کورنيو او بهرنيو پانګو جذب حياتي ارزښت لري او له اقتصاد پرته دوامداره پرمختګ ناشونی دی. د شينواري په خبره، دا کتاب نورو تصميم نيونکو ته هم يو روښانه پيغام لري، چې اقتصاد محوري بايد د حکومتولۍ محور وګرځول شي.
د اقتصادي چارو بل کار پوه، عبدالوافي نایبزي د ياد کتاب موضوعات د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعيت لپاره خورا ارزښتناک وبلل. نوموړي وويل: اقتصاد محوره حکومتولي يوازې اقتصادي نه، بلکې سياسي او ټولنيز اهميت هم لري. هغه اقتصاد محوري د کتاب يو مهم او بارز ټکى وباله او د کتاب ليکوال ته يې وړانديز وکړ، چې د راتلونکو څېړنو لپاره د هرې موضوع جلا جلا تفصيلي څېړنه وکړي.
يو شمېر نورو ګډونوالوهم ، د اقتصادي چارو کارپوه عنايتالله همام، د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش، استاد دلاور ودان او نظيف احمد شهيدي پر خپل وار «د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي» کتاب پر علمي، تحليلي او ستراتېژيک ارزښت خبرې وکړې. دوی د کتاب منځپانګه په تول پوره ، پر واقعيتونو ولاړه او د افغانستان د اقتصادي حکومتولۍ لپاره لارښوونکې وبلله او د ليکوال فکري هڅه او علمي زيار يې وستايه.
د غونډې په پای کې «د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي » د کتاب ليکوال، ښاغلي محمد اصف ننګ، د افغانستان د ستراتېژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو انسټېټيوټ له رهبرۍ او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې د ده د کتاب د مخکتنې لپاره يې دا علمي ناسته چمتو کړې وه. ښاغلي ننګ وويل، چې د کتاب اصلي مخاطب دولت دی او هغه پکې سانسور ته ځای نه دی ورکړی. د هغه په اند، که د پانګو د جذب لپاره بنسټيز اصلاحات عملي شي، د خلکو په ژوند کې به ژور- مثبت بدلون را شي.
«د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي» کتاب محمد اصف ننګ لیکلی او پر ۱۴۰۳ لمريز کال د اقتصاد خپرندوی ټولنې له خوا چاپ شوی دی، چې د چاپ چارې يې د مسلم انسټېټيوټ مطبعې مخ ته وړي دي، دا اثر ۲۸۸ مخونه لري.
په کتاب کې د اقتصاد محوره حکومتولۍ ځانګړنې، تشکيلات او پاليسۍ تشريح شوي دي. دويمه برخه د زراعت محوره اقتصادي پراختيا ستراتېژۍ ته ځانګړې شوې، چې پکې د اوبو پر اهميت او د شاړو زمکو د ابادولو پر څرنګوالي بحث شوی دی. په درېيمه برخه د افغانستان د کانونو او طبيعي زېرمو ارزونه شوې ده او د اقتصادي مشارکت، سيمه ييز اتصال او اقتصاد محورۍ لپاره د هېواد اساسي شتمنۍ معرفي کوي.
همدارنګه په کتاب کې د ټاپي، کاسا زر، د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو، د بانکدارۍ نظام، د افغانۍ د ثبات، د بریکس ډلې، د ډالري هژمونۍ د کمزورتيا، له عربي هېوادونو سره د اقتصادي او سياسي اړيکو، او د سيمه ييز اتصال د جيوايکونوميک او جيوپوليټيک بدلونونو په اړه هر اړخيز بحث شوی دی. د کتاب په پای کې د علمي اعتبار لپاره ماخذونه او سرچينې هم ذکر شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ستراتېژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو انسټېټيوټ لخوا دا د کتابونو د مخکتنې لومړۍ غونډه وه، او ياد انسټېټيوټ دا لړۍ د «د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي» له کتاب څخه پيل کړه.
